د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۱

د "IPL" سیالۍ برخلیک ټاکونکي پړاو ته داخلې شوي


د هندوستان د کرکټ غوره‎لیګ یا "IPL" سیالۍ برخلیک ټاکونکي پړاو ته داخلې شوي.

د دغو سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه سن رایزرس حیدر اباد د ډهلي لوبډلې سره مخ کېږي چې د حیدر اباد د بریا په صورت کې دا لوبډله بل پړاو ته لار پیدا کوي.

له دې سره ډهلي لوبډله چې تر دې دمه‌یې په ۱۰ سیالیو کې اووه بایللي د نننۍ ماتې په صورت کې يې له مخته تګه پاتې کېدل یقیني کېږي.

د افغان لوبغاړي راشد خان ارمان په شتون کې د سن رایزرس حیدر اباد لوبډلې تر دې دمه په ۱۰ سیالیو کې اته لوبې ګټلي او د جدول په سر کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG