د بشري حقونو د څار ټولنې په افغانستان کې د جګړو د قربانیانو د کورنیو سره د ناکافي مرستو له کبله اندېښنه ښودلې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان دغه نوی "۴۹ صفحهیې راپور" چې «خوندي ځای نهشته» نوم ورکړل شوی، د ۴۵ کسانو سره د مرکې پر اساس جوړ شوی دی.
پهدې راپور کې د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د ملکي قربانیانو د کورنیو او ټولنې تلپاتې ستونزې منعکسې شوې دي.
«م.م»: افغان هوايي ځواک د دشت ارچي پېښه کې پاتې راغلی
د راپور لیکوالې پټریشا ګاسمن لیکلي چې د طالبانو او داعش وسلهوالو د بریدونو له کبله د ملکي قربانیانو کورنۍ او خپلوان له سختو مالي، روغتیایي او روحي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
مېرمن ګاسمن لیکلي؛ هغه یاغیان چې په جوماتونو او نورو عامه ګڼه-ګوڼو سیمو کې بریدونه کوي او ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړوي، جنګي جنایت ترسره کوي.
د لیکوالې په خبره دغه ډول بریدونه تر ډېره پر هغو کسانو منفي اغېز لري چې د کورنۍ سرپرست یا په عامه اصطلاح ډوډۍ راوړونکی یې ووژل شي.
- مېرمنې
راپور د ټولنیزو ستونزو په برخه کې هغو مېرمنو ته اشاره کوي چې په بریدونو کې کونډې کېږي او تر ډېره د مېړه د کورنۍ په غړو پورې اړوند او هم د ژوند او کار په چاپېریال کې محدودېږي.
- ماشومان
بلخوا د راپور په لیکنه ماشومان دي چې یا لهدې کبله ښوونځی پرېږدي چې کورنۍ یې د اړتیاوو د پوره کولو توان نهلري او یا باید ماشوم د کورنۍ لپاره د کار کولو په لټه کې شي.
ډېرو هغو کسانو چې د بشري حقونو د څار سازمان سرهیې مرکې کړي هغه جدي روانې ننګونې هم څرګندې کړي چې دوی د دغه ډول بریدونو له کبله ورسره مخامخ شوي دي.
په راپور کې د همدغو قربانیانو د کورنیو سره د حکومت د ناکافي مرستو له کبله انتقاد شوی دی.
پټریشا ګاسمن لیکي؛ افغان حکومت د دغو پېښو ټپیانو او د وژل شویو کورنیو ته د مالي مرستې ژمنې ورکړې دي، خو وایي مرکه کوونکو دوی ته ویلي چې تر اوسهیې د حکومت هېڅ ډول مرسته نهده ترلاسه کړې.
ځینو نورو بیا ورته ویلي چې د حکومت د مرستو تر لاسه کولو بهیر ډېر ستونزمن دی او یا له فساد سره مل دی چې ځیني یې ترلاسه کوي او ځینو ته نهرسېږي.
«هیومن رایټس واچ» یا د بشري حقونو د څار سازمان پر حکومت غږ کړی چې د مرستې پروګرامونه داسې تنظیم کړي چې ټولو اړو کسانو ته د مرستو رسېدل ډاډمن شي.
دغه سازمان پر وسلهوالو طالبانو او نورو یاغي ډلو هم غږ کړی چې د ملکي وګړو په نښه کول ودروي، په ځانګړي ډول ښوونځي، جوماتونه، روغتونونه او ملکي کورونه د پوځي اهدافو لپاره ونهکاروي.
راپور زیاتوي افغان حکومت د نړیوالو قوانینو له مخې مسؤلیت لري چې د عامو خلکو ژوند خوندي کړي او د جدي جنایاتو عاملین باید عدالت ته راولي.
دوی د حکومت مسؤلیت بولي چې د عامه پوهاوي لپاره یو کمپاین جوړ کړي، څو خلک د مرستو ترلاسه کولو په سیستم پوه شي.
«هیومن رایټس واچ» دغهراز د افغانستان پر نړیوالو تمویلوونکو هم غږ کوي چې پهدغه هېواد کې د جګړو د ښکېلو خواوو ملکي قربانیانو ته مالي او نورې مرستې برابرې کړي.
دا راپور داسې مهال خپور شوی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوازې په تېر ۱۳۹۶ کال کې د جګړو په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ۹۴۱۳ تنه ښیي.
د دغه کمېسیون په نوي راپور کې راغلي چې دا شمېره د ۱۳۹۵ کال په پرتله ۱۵ فیصده ډېروالی ښیي.