د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

خونړۍ دوشنبه

روغتیا وزارت: په انتحاري حملو کې د خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي

روغتیا وزارت وايي، په نننیو انتحاري حملو کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان دي.

د دې وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډيو ته وویل چې دا وروستي ارقام نه دی.

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب ټولنې وايي چې په وژل شوېو کې د یوې مېرمنې په ګډون نهه یې خبریالان وو.

په وژل شوېو کې ۳ تنه عبادالله حنانزی، محرم درانۍ او سباوون کاکړ د ازادي راډيو خبریالان وو.

د پېښې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ازادي راډیو د خپلو درې وژل شویو خبریالانو یو کلن تلین تازه کوي

د ازادي رآډیو درې وژل شوي خبریالان
د ازادي رآډیو درې وژل شوي خبریالان

ازادي راډیو نن د خپلو درې وژل شویو خبریالانو په ګډون د لسو خبریالانو یو کلن تلین تازه کوي.

سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم دُراني او اووه نور خبریالان یو کال مخکې د ثور په لسمه کې په کابل کې د خبري پوښښ په مهال په یوه ځان‌وژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی ووژل شول.

تېرکال په همدې ورځ د بي بي سي یو خبریال په خوست کې ووژل شو چې دا ورځ په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د ازادي راډیو د درې وژل شویو خبریالانو په ګډون په‌دې پېښه کې د ټولو وژل شویو خبریالانو د یاد تازه کولو لپاره ازادي راډیو نیول شوي مراسم د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب له کمېټې سره په ګډه تنظیم کړي دي.

افغانستان تېر کال په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ هېواد بلل شوي په‌دې کال په افغانستان کې ۱۵ خبریالان وژل شوي وو.

د خوست دیني عالمان: رسنۍ د قومونو او ولسونو د وصل وسیله ده

د خوست دیني عالمان او قومي مشران پر رسنیو او خبریالانو بریدونه ناکام عمل بولي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب او هغوی ته د کاري چاپېریال په برابرولو کې همکاري وکړي.

دوی چې نن د شنبې په ورځ په خوست، کابل او کندهار کې د وژل شویو خبریالانو د فاتحې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، زیاتوله چې رسنۍ او خبریالان د ولایتونو او هېوادونو په کچه د ولسونو او بېلابېلو قومونو د وصل وسیله ده.

دوی وویل، خبریالان د ټولنې د ټولو افرادو غږ اوچتوي او په خبره یې چې ژورنالیستان هغه خلک دي چې د غریبو، مسکینو، پوځي، ملکي، دولتي او ولسي، د مخالفو او موافقو، د ټولو اواز پورته کوي.

د فاتحې په مراسمو کې د خوست ګڼو دیني عالمانو، قومي مخورو، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او ځايي اوسېدونکو برخه واخیسته.

په دې مراسمو کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، که مخالف خلک داسې فکر وکړي چې موږ به په کابل، کندهار او خوست کې د خبریالانو په وژنه د حق ژبه غلې کړو، هغوی تېروتنه کوي، ځکه دې ولس د تاریخ په اوږدو کې دا قربانۍ ورکړې دي.

په افغانستان کې پر خبریالانو وروستیو بریدونو په ملي او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي او په دې برخه کې فعالو بنسټونو په نړۍ کې ټولو انسانانو ته د بیان د ازادۍ پر حق او خوندیتوب ټېنګار کړی دی.

د ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د ۳ همکارانو فاتحه واخیستل شوه

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې نن پنجشنبه د کابل په وروستۍ حمله کې د ازادي رادیو د درېیو وژل شویو همکارانو فاتحه واخیستل شوه.

په دې مراسمو کې د ازادې اروپا/ ازادي رادیو عمومي رئیس ټام کېنټ په ګډون د مدیره هئیت غړو، د بېلاو بېلو څانګو مشرانو او همکارانو ګډون وکړ.

د ازادې اروپا/ ازادي را‌ډیو عمومي رئیس ټام کېنټ وویل، خبریالان په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د ازادي رادیو د درېیو همکارانو په ګډون د دوشنبې په ورځ د ۹ افغان خبریالان مړینه یوه پېښه نه، بلکې عمدي قتل دی.

د ازادي راډیو د افغان څانګې مشر هاشم مهمند وویل، د ازادي راډیو او نورو رسنیو خبریالان په خطرناکو او خونړیو شرایطو کې د بیان د ازادۍ او ډموکراسۍ لپاره کار کوي او زموږ درېیو شهید شویو همکارانو د دې ارزښتونو د ساتلو په خاطر خپل ځانونه قرباني کړل.

د کابل د دوشنبې ورځې په چاودنو کې د ازادي رادیو د درېیو همکارانو سباوون کاکړ، محرم درانۍ او عبادالله حنانزي په ګډون ۹ خبریالان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د بیان د ازادي ځانګړي څېړونکي د کابل برید وغندۍ

د ملګرو ملتونو د بیان د ازادي ځانګړي څېړونکي په کابل کې پر خبریالانو د دوشنبې د ورځې ځانوژونکي برید چې ۹ خبریالان په کې ووژل شول، په سختو ټکو غندلی دی.

ډیوډ کای پرون له جینیوا څخه په یوې اعلامیه کې د کابل د دوشنبې ورځې برید د بیان پر ازادۍ او له پېښو نه د خلکو د خبرېدو پر حق حمله بللې ده.

ښاغلي کای پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دې برید ترشاه کسان ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا وژنه وغندي او خلک او مرستندویه ټولنې باید په افغانستان کې له رسنیو څخه بېړنی ملاتړ وکړي.

د کابل د دوشنبې د ورځې په دوه ځانوژونکو بریدونو کې د ۹ خبریالانو او تصویر اخستونکو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول.

په وژل شوو کې د ازادي راډیو درې همکاران هم شامل دي.

د ارزګان خبریالان: دولت او نړیوال دې د خبریالان ژوند خوندي کړي

په ارزګان کې د نړیوالو او سیمه ییزو رسنيو خبریالانو او مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ ناوخته د یوې ناستې پرمهال په کابل کې پر خبریالانو برید په سختو ټکو وغانده او دا یې د خبریالانو د وژنې لپاره پلان یاد کړ.

دغلته خبریالانو او مدني فعالانو د خبریالانو د خونديتوب له ټولنو هم غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خونديتوب ته دې په حقیقت کې کار وکړي نه د شعار په بڼه.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شش درک سیمه کې د دوو ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې د ۹ خبریالانو په ګډون، ۲۹ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په شش درک کې دوهم ځانمرګی برید هغه مهال وشو چې خبریالان د لومړي برید د پوښښ لپاره سیمې ته ورسېدل او ورسره سم ځانمرګي بریدګر د خبریالانو په منځ کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې په پرونیو بریدونو کې په وژل شوېو خبریالانو کې د ازادي راډیو ۳ خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرم درانۍ هم شامل وو.

د خبریالانو ځینو ټولنو وژل شویو خبریالانو ته د دعا مراسم ترسره کړل

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د خبریالانو ټولنو په غونډو کې د کابل د تېرې ورځې د خونړي برید د غندنې ترڅنګ، د وژل شویو خبریالانو روح ته د دوعا او فاتحې مراسم ترسره کړل چې دغه لړۍ دوام لري.

په شبرغان کې خبریالانو په کابل کې پر خبریالانو ځانوژونکی برید وغانده او د ثور لسمه یې د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې یوه ترټولو خونړۍ ورځ وبلله.

په کندوز، غور او کونړ کې هم د کابل د تېرې ورځ برید چې مسؤلیت یې داعش په غاړه اخیستی، په سختو ټکو وغانده.

په کونړکې په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر فضل واحد افکاري وویل، خبریالان بې پرې کسان دې چې خپل ولس له مهمو پېښو خبروي او باید په جګړه کې په نښه نشي.

د افغانستان د خبریالانو او د رسنیو مدافع ډلو د ثورلسمه په افغانستان کې د رسنیو لپاره یو ترټولو خونړۍ ورځ نومولې او ویلي ېې دي چې هرکال به په دې ورځ د رسنیو د وژل شویو کارکوونکو یاد تازه کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی نن سې شنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې له حکومته غوښتي چې د ثورلسمه دې د بیان د ازادۍ د قربانیانو په نوم رسماً په جنتري کې شامله کړي.

دې ټولنې د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره ځینې نورې غوښتنې هم وړاندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG