د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

محمود عباس د خپلو وروستیو څرګندونو له امله له اسرائیلو بخښنه غوښتې


په هغه اعلامیه کې چې پرون جمعه د فلسطینیانو د ملي شورا د څلور ورځنۍ غونډې په پای کې خپره شوه، ویل شوي چې محمود عباس د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال، د یهودانو قتل عام د تاریخ تر ټولو بد جنایت ګڼي او د یهودانو ضد احساسات ردوي.

په خبرپاڼه کې د محمود عباس په حواله ویل شوي چې هغه له هر چا چې د فلسطینیانو ملي شورا ته د هغه له وینا خوابدي شوي وي، معذرت غواړي.

همدا راز، د محمود عباس له لوري ټولو خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې د هغه هدف د چا خوابدي کول نه و او د فلسطینانو د خودمختاره ادارې مشر، یهودیت ته د نورو اسماني دینونو په څېر درناوی لري.

محمود عباس
محمود عباس

د فلسطین د خودمختاره ادارې مشر، محمود عباس د تېرې دوشنبې په ورځ د فلسطینیانو د ملي شورا غونډې ته په افتتاحیه وینا کې وویل چې اروپايي یهودان د تاریخ په اوږدو کې، د خپلې عقیدې په خاطر نه بلکې د خپل مالي کاروبار له امله ځورول شوي دي.

د عباس تر دې وینا وروسته، اسرائیلي چارواکو او ډيپلوماټانو سخت انتقاد وکړ او د فلسطیني ادارې مشر یې د یهودانو له قتل عام یا هلوکاسته په انکار او له یهودانو سره په ضد تورن کړ.

خو د جمعې د ورځې په بیان کې، د محمود عباس له خولې لیکل شوي چې یهودان په اروپاکې له یوولسمې پېړې راهیسې، په مکرر ډول وژل شوي او د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال، هلوکاست یې تر ټولو ستر جنایت و.

د اسرائیل دفاع وزیر ویګدور لېبرمن د محمود عباس د دې بیان تر خپرېدو وروسته، پر ټوېټر ولیکل چې:

د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي چې د عباس څرګندونې د بخښلو نه دي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي چې د عباس څرګندونې د بخښلو نه دي.

"ابو مازن «محمودعباس» له هالوکاسته یو منکر بدبخت دی، د هغه معذرت نه شي منل کېدلائ."

د اسرائیل حکومت د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه وکړه چې د محمود عباس د دوشنبې د ورځې خبرې په شدت ځورونکې، د فلسطین د خلکو دګټو خلاف او د منځني ختيځ سولې ته خطرناکې وګڼي او ویې غندي.

XS
SM
MD
LG