د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

ډيفینس پوسټ: طالبان په پسرلني عملیاتو په افغانستان کې خونړۍ تاريخ تکراروي


  • ګارډين

بریتانيا مېشتې ګارډين ورځپاڼې په کابل کې د دوشنبې د ورځې غبرګو ځانمرګو حملو ته کتلي دي.

مقاله لیکي چې دا حمله په ځانګړي توګه د خبريالانو لپاره خونړۍ وه. مقالې هغو خبريالانو ته اشاره کړې چې په دغو حملو کې ووژل شول.

د کابل په حمله کې د ازادي راډيو دوه خبريالان او يوه همکاره هم وژل شوي.

دوهم ځانمرګی بريدګر د خبريال په بڼه د لومړۍ حملې د پېښې ځای ته ورغلی و او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد یې چاودلي وو.

د افغانستان د حکومت مشرانو دا پېښه وغندله او دا حملې يې د انسانيت پر وړاندې برید وبللې.

په کابل کې د امريکا سفارت هم دا حملې وغندلې او ويې ويل چې په افغانستان کې رسنۍ او نور انساني حقونو له لوی تهديد سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش څانګې په چټکۍ سره پر خپله ویب‎پاڼه اعلاميه خپره کړه او د کابل د غبرګو ځانمرګو بريدونو مسؤليت یې ومانه.

تېره اوونۍ هم داعش ډلې په کابل کې د انتخاباتو لپاره د نوم‎لېکنې پر مرکز د حملې مسؤليت ومانه. په هغه حمله کې ۶۰ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۳۰کسان ټپيان شول.

  • ډيفینس پوسټ

ډيفینس پوسټ خپرونې د افغانستان امنيتي وضعيت ته کتلي دي.

خپرونې په‎دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، طالبان غواړي په خپلو پسرلني عملیاتو سره په افغانستان کې خونړۍ تاريخ تکرار کړي.

خپرونه لیکي چې دقيق ۴۰ کاله مخکې د ۱۹۷۸میلادي په اپرېل مياشت کې د افغانستان د خلق ډموکراټ ګوند د خونړۍ کودتا له لارې د محمد داود خان حکومت ړنګ کړ.

لس کاله وروسته د امریکا په مرسته افغان مجاهدين واک ته ورسېدل خو د واک پر سر یې په خپلو کې جګړې پيل کړې.

اوس د ۲۰۱۸میلادي کال په پسرلي کې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات رد کړي.

مقاله لیکي چې طالبانو د پسرلني عملياتو له اعلان سره د سولې يو لوی فرصت رد کړ.

مقاله همدا راز لیکي چې طالبان د حکومت نسکوره کولو ته لږ فيصدي هم نه‎دي نېږدې خو د عادي ملکيانو ژوند يې ور دوزخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG