د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

اعتراض کوونکو په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر تړلی


د غزني ولایت مرکز او ولسواليو یو شمېر او سېدونکي له تېرو څلور ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مخې ته د پرلت خېمه وهلې او د یاد کمېسیون دفتر يې تړلی دی.

دوی وايي، په دغه ولایت کې دي ټاکنې حوضوي شي، پر تذکرو دې سټیکر نه لګېږي، د ټاکنو د کمېسون په مامورینو کې دې ټولو قومونو ته یو شان ونډه ورکول شي او په ناامنه ولسواليو کې دې د ټاکنو لپاره زمینه برابر شي.

دوی ګواښ کوي که چېري مرکزي اداره یې غوښتنې ونه مني نو د کابل ــ کندهار ترمنځ لویه لاره به هم د ټرافیکو پرمخ وتړي.

په ورته وخت کې بیا په د غه ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤل او د
ولایتي ادارې مسؤلین وايي چې د دغه پرلت کوونکو غوښتنې یې تر وسه پورته خبره ده.

دوی وايي چې د اعتراض کوونکو غوښتنې تر مرکز پورې رسولې دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په مرکز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو خو په کراتو کراتو بیا هم زموږ ټلیفون ته یې ځواب رانه کړ.
په دې اړه د شریف الله شرافت راپور واورئ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG