د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

هند او چین په افغانستان کې د سترې اقتصادي پروژې د پیل موافقه وکړه


هند او چین په افغانستان کې د سترې، ګډې اقتصادي پروژې د پیل موافقه وکړه.

د راپورونو په حواله، دواړه هېوادونه غواړي چې د ګډو اقتصادي پروژو په مرسته، په خپلو اړیکو کې د کلونو ترینګلتیا لېرې کړي.

د هند او چین رسنیو دا خبر پرون شنبه د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د درې ورځنۍ غیر رسمي کتنې په پای کې خپور کړ.

دواړو رهبرانو د چین په ووهان ښار کې د هغه سره کتلي او په سیمه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په مرسته یې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر د هند او چین د دې پرېکړې هرکلی وکړ.

شیدا محمد ابدالي وویل، د هند او چین په څېر ، د سیمې د سترو اقتصادي او سیاسي قدرتونو همکاري په افغانستان کې له امنیت او اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي.

ابدالي پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې باور څرګند کړ چې د سیمې په کچه د سترو اقتصادي پروژو عملي کېدل به، هېوادونه د رقابت پر ځای همکارۍ ته وهڅوي.

په افغانستان کې د هند او چین د ګډې اقتصادي پروژې جزیات نه دي خپاره شوي.

خو شیدا محمد ابدالي وویل:

"طبعاً، دا به د افغانستان د اولویتونو تر تثبیت وروسته، د ټولو په مشوره ګڼل کېږي چې په افغانستان کې کومې اقتصادي پروژې پېل شي، دا بحثونه به په راتلونکې وخت کې کېږي او موږ یې ټینګ هرکلی کوو."

هند او چین پر ګډو سرحدي سیمو لانجه لري.

چین ته د نريندرا مودي سفر د اسیا د دې سترو سیاسي او اقتصادي قدرتونو ترمنځ، د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بلل شوی دی.

د هند او چین رهبرانو په وروستۍ غیر رسمي کتنه کې، په خپلو کې د سیاسي کړکېچ او سرحدي لانجو د حل لپاره مذاکرې غوره بللي او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه دا سیاسي پوهه لري چې ستونزې په خبرو حل کړي.

د هند صدراعظم او د چین ولسمشر په سیمه کې ترورېزم یو ګډ ګواښ بللی او پر ضد یې د ګډې مبارزې هوډ کړی دی.

چین په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د پېل ملاتړ کړی دی.

پیکنګ د اسیا په کچه، د پاکستان له مهمو تجارتي او سیاسي ملګرو هېوادونو بلل کېږي.

هند په وروستیو، تقریباً دوو لسیزو کې د افغانستان له بیارغونې سره ميلیونونه ډالر مرسته کړې ده.

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې په حواله، د افغانستان ولسمشر تېرکال اټکل کړی و چې په پنځو کلونو کې به له هند سره د دوه اړخیز تجارت اندازه، ۱۰ ميلیارده ډالرو ته لوړه شي.

خو په افغانستان کې د یوشمېر څارونکو په باور، په وروستیو لسیزو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت او سیاسي اقلیم په مستقیم ډول د هند او پاکستان د رقابت او له چین سره د پاکستان د نېږدې سیاسي او اقتصادي اړیکو تر منفي اغېز لاندې پاتې شوی دی.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیرشیدا محمد ابدالي پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، هیله مند دي چې د پاکستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه به د هغو پروژو ملاتړ وکړي چې هدف يې د افغانستان د اقتصادي ثبات ټینګول دی

XS
SM
MD
LG