د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۵۷

IPL: نن شپه سن رایزرس حیدراباد او کېنګز پنجاب لوبه کوي


د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ یا «IPL» د سیالیو په ۲۵ لوبه کې سن رایزرس حیدراباد او کېنګز پنجاب لوبډلې یو له بل سره مخ کېږي.

یادې دواړه لوبډلې چې افغان لوبغاړي هم له ځانه سره لري تر دې دمه د جدول په دوهم او درېیم مقام کې ځای لري.

له دې وړاندې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ سیالۍ کېنګز پنجاب ګټلې.

د دغو سیالیو د تېرې شپې په یوې خورا جالبې لوبه کې بیا د دهوني په مشرۍ چېنايي سوپر کېنګز لوبډلې د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ رویل چلېنجر بنګلور لوبډلې ته د پنځو وېکټو په توپیر په خپل کورني لوبغالي کې ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG