د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د تکواندو ۳ افغان لوبغاړو د برونز مډالونه وګټل


Iran--Reza Mehmandoost-taekwondo-coach
Iran--Reza Mehmandoost-taekwondo-coach

د تکواندو افغان لوبغاړو د اسیايي کلپونو په کچه په سیالیو کې هندوستان، پاکستان او عراق ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډالونه وګټل.

د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترکي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د ۱۲ اسیایي هېوادونو ترمنځ دا سیالۍ له دوو ورځو راهیسې د ایران په پلازمېنه تهران کې پیل شوې وې چې پرون ناوخته پای ته ورسېدلې.

د ده په وینا په دغو سیالیو کې څلورو افغان تکواندو کارانو برخه اخیستې وه، خو له ډلې يي صفي‌الله اوریاخېل، توحیدالله اخندزاده او داود حسیني وکړای شول مډالونه وګټي.

ښاغلی ترکی وايي، د ګروپ سیالیو په درجه بندی کې بیا افغانستان اووم مقام تر لاسه کړ.

XS
SM
MD
LG