د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

افغانستان د ازادو رسنیو د شمېر له پلوه دوه درجې پورته تللی


د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې رئیس او د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغانستان د ازادو رسنیو د شمېر له پلوه دوه درجې پورته تللی دی.

د ازادو رسنیو د درجه بندۍ دغه راپور چې د بې‌پولې خبريالانو د ټولنې له‎خوا خپور شوی په‎کې د رسنیو د شمېر له پلوه افغانستان د سیمې په کچه مهم ځای خپل کړی.

د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې رئیس او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو د خوندیتوب، بیان ازادۍ او د رسنیو د کار اهمیت په نوم جوړې شوې ناستې ته په وینا کې د افغانستان په دغه موقف خوښي وښوده.

خو ښاغلي دانش وویل، لا هم په دغه هېواد کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د ملي وحدت حکومت او دغه کمېټه هڅه کوي، څو د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ستونزې هوارې کړي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

ښاغلی دانش زیاتوي:

"له شک پرته چې په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول د ملي وحدت حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د بیان ازادۍ د پیاوړتیا او خوندیتوب لپاره ډېرې هڅې کړي او اوس هم ژمن دی چې خپلو هڅو ته به دوام ورکوي، خو برعکس دا مهال د دولت وسله‎والو مخالفینو په افغانستان کې ډموکراسي او د بیان ازادي هدف ګرځولې."

ښاغلي دانش وویل، د خبریالانو هغه دوسیې چې په تېرو کلونو کې پرې غور نه‎وو شوی، د تېر یو نیم کال په موده کې د دغې کمېټې له لوري څېړل شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته لېږل شوې دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې ادارې یا نی ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره دوهم خونړی کال یاد کړی چې په وینا يې په دغو کلونو کې یې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۰ پېښې ثبت کړې دي.

د تېر میلادي کال په ترڅ کې په رسنیزو بنسټونو څو حملې شوي چې په‎‌کې د ننګرهار په ملي ټلوېزيون، په کابل کې په شمشاد راډیو ټلوېزيون او په غور ولایت کې په سرحد سیمه‎‎ییزې راډیو ډله‎‎ییز بریدونه شامل دي.

له بلې‎خوا د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رئیس وايي، لا هم په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي د ناامنیو، اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي او مالي ستونزو سره مخ دي.

د دغې کمېټې رئیس نجیب شریفي وویل:

"د خوندیتوب ستونزو تر څنګ، اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی لا هم یوه لویه ستونزه ده، رسنۍ په ځانګړي ډول هغه چې په ولایتونو او سیمو کې له جدي مالي ستونزو سره مخ دي، دوی چې د عامه پوهاوي په ډېرولو کې مهم رول لري دا مهال له ګڼو ننګونو سره مخ دي."

ښاغلي شریفي همدارنګه په دغې ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، څو له رسنیو او خبریالانو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو چې په دغې ناسته کې حضور درلود وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د ستونزو هواري لپاره هر ډول مرستو ته چمتو دی، ترڅو دوی وکولای شي چې له وېرې پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG