- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو ځل بیا د کابل د یکشنبې ورځې برید ته پاملرنه کړې ده، خو د دې حملې په ترڅ کې یې د یوه وژل شوي افغان پهلوان کیسه رااخیستې ده.
ورځپاڼه لیکي، وکیل حسین اللهداد پخوانی پهلوان و چې مډالیې هم اخیستی و.
ده به هر وخت د ځانمرګو بریدونو ځای ته ځان رساوه چې له خلکو سره مرسته وکړي او ټپیان په اوږې انتقال کړي.
نیویارک ټایمز لیکي:
د یکشنبې د ورځې په چاودنه کې اللهداد ته اړتیا وه، خو ده مرسته ونهکړه، ځکه چې خپله د دې چاودنې قرباني شو.
په هغو ۶۳ کسانو کې چې پهدې ځان وژونکي برید کې ووژل شول یو هم اللهداد و.
نیویارک ټایمز د دې پهلوان د جون د میاشتې عکس خپور کړی دی چې ټپیان وړي.
په بل تصویر کې تر تدفین مخکې د ده د مړي عکس لیدل کېږي.
وکیل حسین اللهداد ۳۳ کلن و، له ده دوه لوڼې او دوه زامن پاتې شول.
نیویارک ټایمز لیکي:
داعش ډله چې د یکشنبې د ورځې د کابل حملې مسؤلیتیې منلی دی، د افغانستان په ختیځ کې یې د پښو لږ ځای پیدا کړ او له دې ځایه پهدغه هېواد کې خونړي بریدونه کوي.
په افغانستان کې پنځه لکه ماشومان له وچکالۍ اغېزمن شوي دي.
د ورځپاڼې په باور، کله چې په کابل کې ژوند او مرګ په یوې لوبې بدلېږي، نو وضعیت نورو شیعهوو ته هم د پهلوان اللهداد په څېر سخت شوی دی.
- د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق څرګندوي چې په افغانستان کې پنځه لکه ماشومان له وچکالۍ اغېزمن شوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې، وچ ژمي د افغانستان ۲۲ ولایتونه له وچکالۍ سره مخامخ کړي او د یو میلیون افغانانو ژوند یې اغېزمن کړی.
د یونېسف له اټکل سره سم تر راتلونکو څو میاشتو ښایي دوه میلیونه نور افغانان له وچکالۍ متأثره شي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په باور د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د خوراکي موادو د کمښت او د څښاک اوبو د کمبود ګواښ شته.
د راپورونو له مخې د افغانستان په څو ولایتونو کې د اوبو سرچینې له ۲۰ تر ۳۰ فیصدو پورې وچې شوې دي.
د افغانستان لپاره د یونېسف استازی عادل خودر «adele khudr» وایي، د دغه هېواد ماشومان هسې هم له سختو ګواښونو سره مخامخ دي او اوس به له نوي ګواښ، وچکالۍ سره لاس او ګرېوان وي.
د یونېسف په وینا بادغیس، بامیان، دایکنډي، غور، هلمند، کندهار، جوزجان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، تخار او ارزګان تر نورو ډېر د وچکالۍ له تهدید سره مخامخ دي او پهدې ولایتونو کې د څښاک اوبه کمې شوې دي.
یونېسف غوښتنه کړې چې د افغانستان له ماشومانو سره تر ۱۰ میلیونه اضافي مرسته وشي، څو هغوی ته اوبه، خواړه او روغتیایي خدمات چمتو شي.
دغې ادارې په افغانستان کې د جګړې پر ټولو ښکېلو لورو غږ کړی چې هغو سیمو ته د تګ زمینه برابره کړي چې وچکالۍ ځپلي او هلته کورنۍ له ستونزو سره مخامخ شوې دي، څو روغتیایي کارکوونکي د دغو کورنیو او د هغوی د ماشومانو د ستونزو غم وخوري.