د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

چین وايي، چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې منځګړیتوب وکړي


د چین د دفاع وزارت وايي، پیکېنګ اماده دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې بې‌طرفانه منځګړیتوب وکړي.

د چین د دفاع وزیر دا څرګندونې په پیکېنګ کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وکړې.

چین په داسې حال کې د افغانستان د سولې په برخه کې د منځګړیتوب خبره کوي چې تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له لوړپوړو چینايي چارواکو سره په لیدنو کې له دې هېواد څخه د افغانستان په سوله او ثبات کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په پیکېنګ کې د سې شنبې ورځې په غونډه کې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد پر شریکې مبارزې ټینګار وکړ.

د چین د دفاع وزیر وي فینګ چې هېواد یې د دې غونډې کوربه و وویل، پیکېنګ چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بې‌طرفه منځګړیتوب وکړي.

د چین د دفاع وزیر همدارنګه وویل چې د شانګهاۍ د غړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ همکارۍ په سیمه کې د ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبولی شي.

د چین دا لوړپوړی چارواکی د افغانستان په سوله کې د همکارۍ وړاندیز څو ورځې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یو دري ورځني سفر چین ته تللی و او هلته‌یې له چینايي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې او بحثونه وکړل.

له ښاغلي اتمر سره په لیدنو کې چینايي چارواکو د افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ او له طالبانو سره د سولې لپاره‌یې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ.

پیکېنګ د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې سره هم‌مهاله د دې سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربه هم دی.

د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډه په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه څرخېده، خو د دې سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه بیا د امنیتي ګواښونو په لیرې کولو او په سیمه کې د زیربنايي پروژو په پیاوړي کېدو متمرکزه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سې شنبې په ورځ وویل، د شانګهای سازمان ټول غړي هېوادونه له سیمې څخه د ترهګرۍ د ورکاوي په اړه شریک نظر لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

ده وویل:

"ټولو لورو موافقه وکړه چې امنیتي همکارۍ به پراخې کړي او په راتلونکو درې کلونو کې به ترهګري، بېلتون غوښتنې او سخت دریځي وځپي."

نوموړي همدارنګه په راتلونکې میاشت کې د هغې غونډې خبر هم ورکړ چې په‌کې به د افغانستان پر وضیعت خبرې کېږي.

نوموړي وویل:

"غړو هېوادونو پر دې سلا وکړه چې راتلونکې میاشت به پیکېنګ کې د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو دوهمه غونډه جوړوي چې په‌کې د افغانستان پر سولې، پخلاینې او په سیمه کې د ثبات او امنیت په برخو کې په پرمختګونو خبرې کېږي."

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غړو هېوادونو کې چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان شامل دي.

افغانستان په دې سازمان کې د څارونکي رول لري.

XS
SM
MD
LG