د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

چارواکي: وچکالۍ او د خوراکي موادو نشتوالي میلیونونه څاروي په مرګ ګواښلي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په يو شمېر ولایتونو کې د وچکالۍ او خوراکي موادو د نشتوالي له امله میلیونونه څاروي د مرګ له خطره سره مخ دي.

دا وزارت وايي، وچکالۍ تر ډېره د مالدارۍ په سکټور اغېزه کړې چې له امله‌يې د میلیونونه ډالرو په ارزښت څاروي د مرګ له خطر سره مخ دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رسمتي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۴» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې وچکالۍ د زیاترو ولایتونو مالدارانو ته زیانونه اړولي چې په مختلفو درجو سره مرستې ته اړتیا لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رسمتي
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رسمتي

دی وايي:

"افغانستان د دې تر څنګ چې يو زراعتي هېواد دی، مالداري هم په‎کې ډېره ده، موږ په ټول هېواد کې ۲۰ میلیونه څاروي لرو، نو د دغو څارویو د تلفاتو د مخنیوي لپاره په‎کار ده چې لازم تدابیر ونیول شي."

ښاغلی رستمي وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت وچکالۍ ځپلو او زیانمنو مالدارانو سره د مرستې لپاره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه میاشتنی پلان جوړ کړی.

خو د ده په خبره دغه وزارت اوس‎مهال نږدې ۱۰ میلیونه ډالر په اختیار کې لري او د پاتې ۹۰ میلیونه ډالرو لپاره افغان حکومت او نړیوالو بنسټونو د مرستو او همکارۍ ژمنې کړي.

د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره د وچکالۍ د زیانونو له پلوه ولایتونه په درېیو کټګوریو وېشل شوي چې د اړتیا له مخې به په مالدارانو يې څه باندې ۱۸۷ زره او ۵۷۷ مټريک ټنه د څارویو متراکم خوراکي توکي ووېشل شي.

د دوی په خبره، دغه وزارت د خپلو سیمه‎ییزو دفترونو له لارې په تر ټولو زیانمنو ولایتونو کې اوس‎مهال د څارویو د څه باندې ۸ زره مټریک ټنو خوراکي توکو تولید او وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله د نږدې يو میلیون افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دا شان يونېسف راپور ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۵ لکه ماشومان هم د وچکالۍ تر ګواښ لاندې دي.

په ورته وخت کې د کرنې د برخې يو شمېر متخصصین وچکالي يوه جدي ستونزه بولي او په‎دې برخه کې له افغان حکومته د يو لړ جدي او بنسټیزو اقداماتو غوښتنه کوي.

وچکالي تر جنګ خطرناکه ده.

له دې ډلې د کرنې او مالدارۍ د برخې متخصص غلام رسول صمدي وايي:

"واقعاً له خطرونو سره مخ یو، دا د حکومت او کرنې وزارت ګډه دنده ده چې داسې حالاتو سره د مبارزې لپاره چمتووالی ولري، په‎دې برخه کې سیلو ګانو او د حیواناتو د خوراکي موادو لپاره ذخیرې په‎کار دي، که د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره پلانونه او مېکانیزمونه ونه‎لرو، نو وچکالي تر جنګ خطرناکه ده."

ښاغلی صمدي وايي، دا چې وچکالي په يوې لويې ستونزې بدلېدونکې ده، نو دا د حکومت دنده ده چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره بنسټیزې حل لارې ولټوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG