د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د څانګې مشرې الېس ولز د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او په یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
په اسلاماباد کې د امريکا سفارت په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي، الېس ولز د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمينه جنجوعه او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره ليدلي دي.
بیان په دې اړه کاږي:
"ولز له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د تګلارې او د سیمې د سوکالۍ او امنیت لپاره په روانو هڅو کې په پرمختګ خبرې اترې کړې دي."
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې هېواد ته د جګپوړې امریکايي چارواکې د سفر په اړه څه نهدي ویلي، خو د دې وزارت ویاند محمد فیصل پر خپلې ټویټرپاڼې د د الېس ولز او تهمينه جنجوعه يو ګډ تصویر خپور او د دواړو چارواکو د لیدنې خبر یې ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په لومړۍ ورځ په یوه ټویټ کې پر پاکستان تور ولګاوه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم له امریکا نه ۳۳ میلیارده ډالر اخیستي، خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي دي.
تر دې وروسته امريکا د پاکستان پوځي مرستې هم وځنډولې او پر خپله خاورهیې ترې د ترهګرو پر ضد د کوټلو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.
الېس ولز تر دې مخکې تېره میاشت مارچ کې هم د پاکستان یوه اوږده دوره کړې وه او د دې هېواد له جګپوړو مشرانو سرهیې لیدنې کتنې کړې وې.
ولز په داسې حال کې د يوې میاشتې نه په لږه موده کې د پاکستان دوهم سفر کوي چې پاکستان د افغانستان په اړوند د امريکا له سخت فشار سره مخ دی او د دواړو هېوادونو اړيکې د پخوا په پرتله ډېرې کړکچېنې شوې دي.
د دې ترڅنګ دغې جګپوړې امریکايي چارواکې په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې اسلاماباد او واشنګټن په دې وروستیو کې په پاکستان او امریکا کې د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماتانو یو لړ بندیزونه لګولي دي.
دواړه لورو پر ډیپلوماتانو دا بندیزونه تر هغې وروسته ولګول چې په پاکستان کې د امریکا د سفارت یوه ډیپلومات په اسلاماباد کې یو پاکستانی موټرسایکل چلوونکی په موټر وواهه چې مړ شو.