خبرونه
چارواکي: په زابل او ارزګان کې عملیاتو ۱۲ مخالفین وژلي
په زابل او ارزګان ولایتونو کې ۱۸ وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن يحی علوي ازادي راډيو ته وویل، د ملي اردو د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملياتو کې چې د زابل په شملزو او د ارزګان د مرکز ترينکوټ په ګډون د دې ولایت په چورې ولسوالۍ کې ترسره شوي، پر مهاليې ۱۲ وسلهوال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
علوي زیاته کړه چې په ارزګان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو درې مرکزونه هم ويجاړ شوي دي.
نوموړي پهدې ۲۴ ساعته پوځي عملياتو کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه ونهکړه.
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایټالیا پولیسو د تاجکستان ۸ سیاسي فعالان نیولي
د تاجکستان د اپوزیسیون یوې ډلې فعالانو نن وویل چې په ایټالیا کې پولیسو د دوی اته تنه د سې شنبې په ورځ نیولي دي.
د تاجکستان د څلرویشت ډلې په نوم د اپوزیسیون یو شمېر فعالان له اروپایي هېوادونو څخه د ایټالیا پلازمېنې روم ته تللي دي.
دوی غواړي چې ایټالیا ته د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د سفر پرمهال په یوه لاریون کې برخه واخلي او د هغه پر تګلارو انتقاد وکړي.
امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ ایټالیا ته په رسمي سفر ولاړ.
د څلرویشت ډلې موسس عمرعلي قوت اوف د دوه زره پنځلسم کال په مارچ کې د ترکیې په استانبول کې وژل شوی و.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستو لړۍ روانه ده
سره له دې چې د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو له پاکستانه غوښتي دي چې افغان کډوال دې له خپله خاورې په زوره نه باسي، دا لړۍ روانه ده.
د رسمي احصاییو له مخې چې پرون خپره شوه اووه زره یو څلویښت افغانان له پاکستانه افغانستان ته د اپریل له دیارلسمې تر دوه ویشتمې راغلي دي.
د پاکستان حکومت پروسږکال په نومبر کې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پيل کړ چې تر اوسه نژدې پنځه لکه درې څلویښت زره افغانان یې له خپلې خاورې ایستلي دي.
روسي چارواکي:اوکرایني بې پيلوټه الوتکو مو په سمولینسک کې د تېلو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي
د روسیې د سمولینسک سیمې چارواکي واسیلي انوخین نن په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د دوی د سیمې د تېلو او انرژۍ پر تاسیساتو د اوکرایني ډرون الوتکو د برید له امله اور لګېدلی دی.
انوخین زیاتوي چې تلفات نه دي اوښتی او اور د بېړنیو چارو د ادارې کارکوونکو مړ کړی دی.
د برېتانیا صدراعظم نن خپل جرمني سیال سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو غږیږي
د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره نن پر امنیتي او دفاعي چارو خبرې وکړي.
ریشي سوناک اتلس میاشتې مخکې د برېتانیا صدراعظم شو او له صدرات راوروسته یې دا برلین ته لومړی سفر دی.
اټکل کیږي چې دوی به تر ډيره د اوکراین پر مسالې تمرکز وکړي او په اروپا کې به د ناټو د هوایي دفاع د پیاوړتیا پر مسالې وغږیږي.
امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران نور بندیزونه ولګول.
په دې بندیزونو کې چې پرون د خزانې وزارت اعلان کړل، ۴ کسان او هغه دوه شرکتونه شامل دي چې د خزانې وزارت د بیان له مخې د ایران د پوځ په لارښوونه په ورانکارو سایبري فعالیتونو کې ښکېل وو.
پر دې سربېره د امریکا د عدلیې وزارت او د تحقیقاتو فدرال ادارې اعلان کړی چې په دې بندیزونو کې شامل ۴ کسانو پر امریکايي موسسو په سایبري حملو کې لاس درلود.
بایډن: اوکراین سره د پوځي مرستو تصویب شوې لایحه به سمدستي توشیح کړم
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي له اوکراین او نورو هېوادونو سره د دې هېواد د مرستو هغه لایحه به سمدستي توشیح کړي چې د مشرانو جرګې پرون ناوخته تصویب کړه او اوکراین ته د پوځي مرستو بیاپیل ته لاره اواروي.
ښاغلي بایډن بېګا په یوه بیان کې وویل، د مرستو دا لایحه به چې کله د ده دفتر ته ورسېږي سمدستي توشیح کړي او بیا به د امریکا خلکو ته وینا وکړي.
بایډن زیاته کړه چې د نوموړې لایحې له توشیح وروسته به په روانه اوونۍ کې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو د استولو لړۍ پیل شي.
د ۹۵ میلیارد ډالر په ارزښت د امریکا د مرستې دا لایحه د استازو جرګې له څو میاشتني ځنډ وروسته د تېرې شنبې په ورځ تصویب کړه خو سنا پرون په ډېرې اسانۍ سره تایید کړه.
په دې مرسته کې څه باندې شپېته میلیارد ډالر د اوکراین لپاره ځانګړي شوي دي.
د سنا د اکثریت د مشر چک شومر په وینا، د دې مرستو پاتې برخه له غزې نیولې تر سوډانه په جګړو کې د ایسارو ملکي وګړو لپاره ځانګړې شوې.
ملګري ملتونه: د غزې په دوو لویو روغتونونو کې موندل شوي ډله ییز قبرونه دې وڅېړل شي
ملګرو ملتونو د غزې د تړانګې په دوو لویو روغتونو کې د موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه د رڼو او بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې.
په دې روغتونونو کې اسراییلو پوځي عملیات کړي وو.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل، څېړونکي باید اړوندو ساحو ته د ورتګ اجازه ولري او زیاته یې کړه چې ژورنالېستانو ته هم په غزه کې په دې اړه د راپور ورکولو لپاره باید د خوندي کار اجازه ورکړل شي.
پرون له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر تورک وویل چې د غزې د الشفا روغتیايي مرکز او د خان یونس د الناصر روغتون د ورانېدو د خبر په اورېدو بوږنېدلی دی.
کندهار؛ د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله د ۳ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په معروف ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د درېیو ماشومانو د مړینې خبر ورکوي.
د کندهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې دا پېښه د معروف ولسوالۍ په اوومه ناحیه کې هغه مهال وشوه چې یوه پخوانۍ مرمۍ په غره کې پر پنځو ماشومانو وچاودېده.
د بیان له مخې په دې پېښه کې دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د وري په ۱۵مه وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودېدو له امله ۳۷ کسان مړه او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.
غزه کې پر یوه روغتون بیا برید شوی
د غزې د نوازه په سیمه کې د العوده – نصیرات روغتون د اداري ودانۍ پنځم پوړ او چت تر برید لاندې نیول شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۳ مه) په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د جګړې له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې په روغتونونو له برید او پوځې کاروونې ډډه وکړي او د اوربند او سولې لپاره کار وکړي.
ګبرسیوس دا هم لیکلي چې په نصیرات روغتون وروستي برید له امله د یاد روغتون د بریښنا سولري سیسټم خرابه شوی دی. د روغتون د اوبو او تېلو زیرمو ته هم د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
نصیرات – العوده روغتون هره ورځ لږ تر لږه ۱۲۰۰ ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کوي او شاوخوا 209 کارکوونکي لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې برید سره، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو له جملې څخه، ۳۱ روغتونونه زیانمن شوي.
طالب وزیر: د مس عینک کان تاریخي اثار دې خوندي وساتل شي
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د عینک د مسو د استخراج د پروژې په عملي کېدو سره باید د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو ساتنه وشي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) د ایکس شبکې (پخواني ټویټر) له لارې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه پرون د مس عینک د کان د قراردادي چینایي شرکت له مشر سونګ وینبینګ سره لیدلي دي. د بیان په اساس خیرخواه د کېندنو پر مهال د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
سونګ وين بينګ راز ډاډ ورکړی چې دوی هڅه کوي د مس عينک پروژه په داسې ډول پلې کړي چې کلتوري اثار زيانمن نه شي.
د عینک د مسو کان د استخراج پروژه د جمهوري نظام پر مهال یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې وې، خو د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو راوتلو له امله یې کېندنې وځنډېدې.