د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

په ارمنستان کې بالاخره د خلکو قدرت بریالی شو


دارمنستان صدراعظم استعفا وکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

په ارمنستان کې زرګونه کسان د پلازمېنې ایروان په عمده څلور لارې کې راټول او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفا خبر یې ولمانځه.

د ارمنستان د وروستیو اعتراضونو مشر نیکول پاشینیان د صدراعظم سرژ سرکیسیان تر استعفا وروسته خلکو ته په وینا کې ویلي چې په‎دې مظاهرو کې هېڅ بهرنی هېواد ښکېل نه‌وو او هغه‌یې د ده په وینا کاملاً ارمني مخملي انقلاب وباله.

نیکول پاشینیان په جمهوري څلور لاري کې له خپلو پلویانو سره یوځای د سرژ سرکیسیان د نه‌منلو شعارونه ورکړل.

پاشینیان دا هم وویل چې دی به نن سې شنبه د سرپرست صدراعظم کارن کاراپتیان «Karen Karapetian» سره د واک د سوله‎ییز انتقال په اړه بحث وکړي.

سرپرست صدراعظم کارن کاراپتیان
سرپرست صدراعظم کارن کاراپتیان

پاشینیان هیله وښوده چې د سرکیسیان د جمهوري غوښتونکي ګوند مشران په ښکاره او پرته له قید او شرطه د خلکو د مخملي او سوله‎ییز انقلاب بری ومني.

پاشینیان غوښتنه وکړه چې د مظاهرو پر مهال ټول نیول شوي اعتراض کوونکي باید خوشې شي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې سرژ سرکیسیان د مخالفینو له لوري د استعفا غوښتنه رد کړه، د دوشنبې په ورځ په یوه ځانګړي اقدام سره د صدراعظم له دفتره په یوې اعلامیه کې د نوموړي د استعفا خبر خپور شو.

په اعلامیه کې راغلي چې سرکیسیان د پاشینیان او نورو هغو اعتراض کوونکو غوښتنه مني چې له ۱۱ ورځو راهیسې یې مظاهرې کړې دي.

سرژ سرکیسیان
سرژ سرکیسیان

د صدراعظم د دفتر پر وېب‎پاڼه خبرپاڼه کې د سرژ سرکیسیان له قوله راغلي چې وایي:

"د لارو کوڅو مظاهرې زما پر وړاندې دي. زه ستاسو غوښتنه پوره کوم. نیکول پاشینیان سم ویل او زه په تېروتنه کې وم."

اعلامیه د سرکیسیان له قوله زیاتوي چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره به له زوره کار وانه‎خلي.

هغه ویلي:

"په اوسنیو حالاتو کې د شخړو د هواري لپاره ډېرې حل‎لارې شته، خو وایي زه به‌یې یوه هم انتخاب نه‎کړم، دا زما تګ‎لاره نه‎ده. زه د هېواد مشري او د ارمنستان د صدراعظمۍ څوکۍ پرېږدم."

سرژ سرکیسیان د اپرېل پر ۱۷مه د دغه هېواد د پارلمان له‎خوا د صدراعظم په توګه تأیید شو.

تر هغه یوه اوونۍ دمخه د ولسمشر په توګه د هغه دوهمه دوره دنده پای ته رسېدلې وه.

د ده ځای ناستی آرمن سارګسیان چې له سرژ سرکیسیان سره کوم تړاو نه‎لري، د اپرېل پر نهمه د ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کړه.

آرمن سارګسیان
آرمن سارګسیان

د قانون د هغه تعدیل له مخې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سرژ سرکیسیان د ولسمشرۍ پر مهال شوی و، اوس په‎دغه هېواد کې صدراعظم تر ولسمشر ډېر واک لري.

د صدراعظم د استعفا خبر دوه ساعته وروسته له هغه خپور شو چې پاشینیان او دوه نور په پارلمان کې د اپوزېسیون غړي له قیده خوشې شول.

دوی یوه ورځ وړاندې د دې مظاهرو د تنظیم په تور نیول شوي وو چې په پلازمېنه کې یې ګڼې ترافیکي ستونزې راپورته کړي او نورو ښارونو ته هم وغځېدې.

دغه مظاهرې د پخواني شوروي اتحاد په یوه جمهوریت کې یوه نادره پېښه ده چې د ولسي اعتراض په نتیجه کې یو پیاوړی سیاسي بدلون راغی.

روسیې د ارمنستان له خلکو سره خپله همغږي اعلان کړه او دغه‌راز د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني د ویاند له‎خوا په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه هېواد د روان وضعیت د ژر او سوله‎ییز حل لپاره د ټولو سیاسي اړخونو په ګډون مذاکرات مهم دي.

XS
SM
MD
LG