د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

امریکا په نیجر کې د بې‌پیلوټه نظامي الوتکو یا ډرون یوه اډه جوړوي


د امریکا متحده ایالات په افریقا کې د القاعده، داعش او نورو سخت دریځو ډلو په وړاندې د جګړې د تېزېدو په ترڅ کې، په نیجر کې د بې‌پیلوټه نظامي الوتکو یا ډرون یوه اډه جوړوي.

د امریکا هوایي ځواکونه د بې‌پیلوټه نظامي الوتکو یا ډرون دغه نوې اډه د نیجر له پلازمېنې نیامي څخه ۹۰۰ کېلو متره لیرې د اګادیز په سیمه کې د نیجر په یوه هوایي اډه کې جوړوي.

په دغې اډه کې به جنګي جټ او «MQ-9» ډرون الوتکې ځای پر ځای شي.

دغه اکتشافي ډرون او جنګي جټ الوتکې به د امریکا پوځ ته د دې امکان برابر کړي چې د لوېدیځې او شمالي افریقا ډېر هېوادونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

د لوېديځې افریقا په دغه وروسته پاتي هېواد کې د تېر کال د اکټوبر تر میاشتې چې د اسلامي دولت پورې تړلو کسانو په یوه برید کې څلور امریکایي او پنځه نیجریایي سرتېري ووژل، ډېر کم کسان د امریکا له پوځي حضور څخه خبر وو.

د امریکا هوایي ځواکونو ویلي چې په دغې اډه کې به چې د نوي کال له پیله فعالیت ته چمتو شي،۱۱۰ ميلیونه ډالره ولګول شي او د کلني فعالیت لګښت به‌یې هم ۱۵ ميلیونه ډالره وي.

د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې، د امنیتي دلایلو له امله هېڅ یوه چارواکي نه‌دي ویلي چې څومره ډرون الوتکې به په دغه اډه کې ځای پر ځای شي او ایا نور امریکایي پوځیان به هم سیمې ته ولېږل شي؟

په اوس وخت کې نیجر له جیبوتي وروسته په افریقا کې دوهم هېواد دی چې امریکا په‌کې زیات پوځي حضور لري.

په وروستیو کلونو کې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو شمېر له ۱۰۰ تر ۸۰۰ تنو ته زیات شوی دی.

د ډرون الوتکو په دغې نوې اډه کې شااوخوا ۵۰۰ امریکایي پوځیان کار کوي.

تمه ده چې په دغې اډه کې به ډرون الوتکې له ساحله نیولې، د سحرا تر جنوب پورې چې د چاد جهیل هم په‌کې شامل دی، د القاعده او داعش ډلې پورې تړلو سخت دریځو ډلو په ګډون، مختلفې افراطي ډلې په نښه کړي.

د چاد جهیل هغه سیمه ده چې د بوکو حرام سخت دریځې ډلې یاغیان پرې ډېر نفوذ لري.

د افریقا لپاره د امریکا د قوماندانۍ ویاندې سامانتا ریهو وویل، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې استخبارات، څارنه او اکتشاف ډېر مهم دي.

د هغې په وینا، د اګادیز اډه به له دغې قوماندانۍ سره مرسته وکړي چې په ښه بڼه له نیجر او په سیمه کې له نورو شریکانو لکه نایجریا، چاد، مالي او نورو ګاونډیانو سره استخباراتي معلومات شریک شي او هم به ورسره د سیمې د امنیتي مسایلو په وړاندې، زموږ وړتیاوې ښې شي.

د امریکا پوځ په داسې حال کې ډېره اتکا پر نظامي ډرون الوتکو کوي چې د امریکا ځانګړي ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې شا ته کېږي.

د افریقا لپاره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال مارکوس هایکس وویل، اوس زموږ هڅې سیمه‌ییزو ځواکونو ته د مشورې ورکولو او پر ملاتړ متمرکزې شوي چې هغوی وکولای شي، په خپله د جګړې مشري په لاس کې واخلي.

خو په جګړو کې له ډرون الوتکو د استفادې په اړه ځینې اندېښنې هم شته چې ښایي د وسله‌والو پر ځای، ملکي خلک په نښه شي.

د نیجر حکومت یوه چارواکي امادو روفي وویل، موږ دې ته اندېښمن یوو چې بېرته لکه د افغانستان په څېر، وضعیت ته ورونه‌ګرځو، هغه هېواد ته چې امریکایي سرتېرو ډېرې تېروتنې کړي.

د ده په وینا، داسې تېروتنې چې ځیني وختونه نه‌دي توانېدلي چې د واده د جشنونو او د ترهګرو ډلو د مرکزونو ترمنځ توپیر وکړای شي.

XS
SM
MD
LG