د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

عدلیې وزارت ۲۶۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځولې


د افغانستان د عدليې وزارت وايي، په وروستیو څه باندې ۱۰ کلونو کې یې د دولت لسګونه زره جریبه دولتي ځمکه، له غاصبینو راګرځولې ده.

دا وزارت وايي، هڅې یې تېزې کړي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند محمد امان ریاضت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه وزارت پورې اړوند "د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب د مخنیوي ځانګړې محکمه" توانېدلې چې د کره اسنادو د تثبیتولو پر مټ ۲۶۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو راوګرځوي.

محمد امان ریاضت
محمد امان ریاضت

دی وايي:

"د ۱۳۹۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه د عدليې وزارت د ۲۶۰۰۰ جریبه دولتي ځمکې، ۳۶ دکانونو، ۷ حویلۍ، یو اپارتمان، ۱۷۱ میلیونه افغانیو، شااوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو او ۱۳۰۰۰ يورو نه د محکمو له لارې دفاع کړې ده."

ښاغلي ریاضت ومنله چې په افغانستان کې د دولتي ځمکو غصب په یوې لويې ستونزې اوښتی، خو ټینګار یې وکړ چې د عدليې وزارت هڅې کوي چې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د مدعیانو پر وړاندې د نافذو قوانینو سره سم څېړنې وکړي او عامه ملکیتونه له غصب وژغوري.

ده دا هم وویل چې سربېره پر ۲۶۰۰۰ دولتي ځمکې چې د غصب مخه‌یې نیول شوې، په وروستیو کلونو کې د بلخ په ولایت کې له ۵۲۹۰۰ جریبه نورې دولتي ځمکې نه هم دفاع شوې ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د ځمکو خپلواکه اداره وايي، په وروستیو شااوخوا ۳۰ کلونو کې د دولتي ځمکو غاصبینو د هېواد له ناوړه وضعیته ګټه پورته کړې او د هېواد په ټولو ولایتونو کې يې په سلګونه جریبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.

د دغې ادارې ویاند حشمت‎الله ناصري په‎دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"کومې شمېرې چې له موږ سره دي، ښيي چې همدا اوس څه باندې یو نیم میلیونه جریبه دولتي ځمکه په ۳۰ ولایتونو کې تر غصب لاندې ده او موږ توانېدلي یو چې په وروستیو درې کلونو کې ۵ لکه جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو راوګرځوو."

ښاغلي ناصري دا هم وویل چې په‎دې تړاو یې د ۱۸۰۰۰ غاصبینو لېست دولت ته سپارلی دی.

د عدليې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب د مخنیوي ځانګړې محکمه د هغو دولتي ځمکو او ملکیتونو اسناد څېړي او قانوني حکم پرې کوي چې دعوه پرې شوې وي او دولتي ارګان دوی ته راجع کړې وي.

د چارو پوهان وايي، دولت د ډېرو غضب شویو دولتي ځمکو پر وړاندې لازم اقدامات نه‎دي کړي.

د دغو پوهانو له ډلې اجمل هوډمن ازادي راډیو ته وویل، دولتي ځمکې تر ډېره د زورواکو له‎خوا غصب شوي، دولت‌یې ویني، خو نه‎شي کولای چې بېرته‌یې راوګرځوي.

اجمل هوډمن
اجمل هوډمن

نوموړی وايي:

"په کابل ښار کې عملاً ګورو چې په دولتي ځمکو څو ښارګوټي جوړ شوي او له عاملینو سره‌یې هېڅ قانوني چلند نه‎دی شوی. سربېره پر دې ځینې دولتي ځمکې غصب شوي، عاملینو ټوټه ټوټه کړي او په خلکو یې پلورلې دي چې مخنیوی یې ناممکن شوی دی."

د ځمکو خپلواکه اداره وايي، اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې د دولتي ځمکو غصب روان دی او غاصبین هڅه کوي چې په جعلي اسنادو دغه ځمکې غصب کړي، خو د دوی په خبره حکومت په‎دې برخه کې جدي دی او نور به چاته اجازه ورنه‎کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG