له امریکا د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون درې ورځنۍ رسمي کتنه نن دوشنبه له سپینې ماڼۍ پیلېږي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به ورته ښه راغلاست وایي.
دا به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې چې ټرمپ قدرت ترلاسه کړی، لومړی ځل وي چې هغه په سپینه ماڼۍ کې په رسمي توګه د یوه ولسمشر هرکلی کوي.
دواړه مشران به نن دوشنبه د امریکا د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن په کور «مونټ ویرنون» کې د ماښامنۍ خوړلو په مراسمو کې د امریکا او فرانسې د ګډو تاریخي اړیکو په اړه خبرې وکړي.
جورج واشنګټن چې د انقلابي جګړې قوماندان و، له فرانسې سره ائتلافیې پر بریتانیا په بري کې مهم رول درلود.
دواړه مشران به په سپینه ماڼۍ کې د سې شنبې د ورځې په کتنه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي او وروسته به په یوه ګډ خبري کنفرانس راڅرګند شي.
د چهارشنبې په ورځ به چې د اپرېل ۲۵مه ده، مکرون د کانګرس دواړو جرګو ته وینا وکړي.
پر دې ورځ په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د فرانسې یوه مخکېني ولسمشر چارلس دو ګول د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کړې وه.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو مشرانو دوستي چې احتمالیې کم و، تېر کال له بلجیمه هغه مهال پیل شوه چې مکرون د روغبړ پر مهال د ټرمپ لاس ټینګ نیولی او هغه تهیې ټکان ورکړ.
پهداسې حال کې چې نورو اروپایي مشرانو له ټرمپه په یوه فاصله کې اړیکې پاللې، خو مکرون له هغه سره نږدې اړیکې ساتلي او دواړه مشران اکثره وختونه د ټیلیفون له لارې خبرې کوي.
د روېټرز په لیکنه مکرون ته پهدې سترګه چې هغه د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د ژغورنې مأموریت لري، کتل کېږي حال دا چې ټرمپ ژمنه کړې چې دغه تړون به د مې د میاشتې تر نیمایي باطل کړي، که د ده اروپایي متحدین هغه قوي نهکړي.
دغه تړون چې پر متحده ایالاتو سربېره د نړۍ له شپږو قدرتونو سره شوی، له مخې یې د ایران اټمي پروګرام محدود شوی او لوېدیځ هم په بدل کې پر دې هېواد یو لړ بندیزونه لیرې کړي دي.
مکرون د یکشنبې په ورځ له امریکا فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا به ښه وي چې د لغوه کولو پر ځای د ایران تړون وژغورل شي، ځکه هغه بل بدیل یا «بي» پلان نهلري.
د فرانسې ولسمشر دغهراز هڅه کوي ټرمپ ته قناعت ورکړي چې پر فولادو له ګمرکي تعرفو څخه اروپایي هېوادونه معاف کړي.
ټرمپ پهدې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو په تېره بیا له چین سره د سوداګرۍ د کسر د کمولو په ترڅ کې د فولادو په ګډون پر یو شمېر وارادتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړې دي.
په پام کې ده چې دواړه مشران به د سوریې پر وضعیت هم خبرې وکړي.
لهدې مخکې مکرون ویلي چې هغه ټرمپ پهدې قانع کړی چې په سوریه کې امریکایي ځوکونه وساتي، خو ټرمپ ټینګار کړی چې امریکایي ځواکونه به لهدې هېواده وباسي که څه هم د هغو د ایستلو مهالوېشیې نهدی په ډاګه کړی.
د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، دا چې د اختلاف وړ مسایلو په اړه به د پام وړ کوم پرمختګ وشي، دا نهده روښانه.