د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

افغان چارواکي: د احتمالي وچکالۍ د خطر د کمولو لپاره پلانونه ترتیب شوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیران وايي، په هېواد کې یې د احتمالي وچکالۍ د خطر د کمولو لپاره پلانونه ترتیب کړي او هیله ده چې د افغانستان خلک او د مالدارو څاروي له جدي ګواښ سره مخ نه‌شي.

دا وزیران وايي، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې یې د راتلونکي احتمالي وچکالۍ د زیانونو د کمولو لپاره له یو شمېر نړیوالو مؤسسو او بانکونو سره خبرې کړي او ډاډ ورکوي چې مالي مرستې به ورسره وکړي.

دا خبرې نصیر احمد دُراني او نجیب‎اقا فهیم د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال غويي ۰۲» د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې وکړې.

ښاغلي دُرانې وویل، که په‎دغو ولایتونو کې د حاصلاتو د کموالي له امله غنمو ته اړتیا پیدا شي، دوی اماده دي چې له اړو خلکو سره د غنمو مرستې وکړي.

نصیر احمد دُرانی
نصیر احمد دُرانی

ده وویل، زه د غنمو د وېش لپاره له همدې شېبې اماده یم.

د ده په خبره ۹۴۲۱۸ ټنه غنم چې له ازبکستانه پلورل شوي وو د بلخ، پلخمري، د مرکزي سیلو، تخار او د کندز په زېرمو کې موجود دي.

همدارنګه د بدخشان ولایت ۴ ولسوالۍ چې پخوا زیانمنې شوې وې، غنم ورته وېشل شوي دي او سربېره پر دې د بلخ په ګدام کې ۴۶۰۰۰ ټنه غنم لرو.

ښاغلي دُراني وویل، د هېواد د شااوخوا ۱۳ میلیونه څارویو د وښو لپاره سلګونه میلیونه ډالرو ته ضرورت دی.

ښاغلی درانی زیاتوي:

"موږ د دې لپاره هم پیشبیني کړې ده، که وچکالي زیات دوام وکړي او تر نهو میاشتو پورې څاروي وساتو، کم تر کمه ۵۴۶ میلیونه ډالرو ته ضرورت لرو. دغو څارویو ته څه وشي."

ښاغلي دُراني دا هم وویل، د هندوستان غنم چې ټول یو لکو لس زره ټنه وو، تر اوسه‌يې ۸۷۲۶۱ ټنه افغانستان ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې که د څارویو ژوند د وښو د کمښت له امله له خطر سره مخ شي، د هېواد شنو سیمو ته به‌يې ولېږدوي او که خطر له‎دې هم جدي شي، د ازبکستان له چارواکو سره‌یې خبرې کړي چې د افغانانو څاروي د هغه هېواد شنو سیمو ته واړوي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ښاغلي فهیم وویل، د احتمالي وچکالۍ د زیانونو د کمولو لپاره د اضطرار عالي کمېټې تر اوسه، څو ځلې د عامې روغتیا، کرنې او مالدارې، د اوبو او برښنا او داسې نورو وزارتونو سره ناستې ترسره کړي او د ستونزې د حل لپاره‌یې لنډ مهاله، منځنی او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي چې په عملي کېدو یې لاس پورې شوی دی.

د کرنې او مالدارۍ او د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزیران دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د مشرانو جرګې غړي په هېواد کې پر وچکالۍ اندېښنې ښيي.

د مشرانو جرګې د غړي نثار حارس په خبره، د هېواد شااوخوا ۲۰ ولایتونه له وچکالۍ سره مخ دي او که ونه‌توانېږو چې د پېښو پر وړاندې پر وخت ځواب ووایو، احتمال لري چې د ځپل شویو سیمو ډېری خلک د بې‎وزلۍ له امله، د دولت وسله‎والو مخالفینو ته مخه کړي.

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس
د مشرانو جرګې غړی نثار حارس

په ورته وخت کې د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي عبداللطیف ژوندي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغو وزارتونو باید له پخوا نه دغه احتمالي خطر ته تدابیر نیولی وی.

دی وايي:

"دا چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی او وضعیت هم ښه نه‎دی په دومره لږ وخت کې به ونه‎شي کړای چې دغې ستونزې ته رسېده‎ګي وکړي، دوی باید له پخوا تدابیر نیولي وی. اوس ګرانه ده چې رسیده‎ګي ورته وکړي."

ښاغلی ژوندی وايي، دا لومړی کال نه‎دی چې افغانستان د وچکالۍ له ستونزې سره مخ کېږي، بلکې په تېرو کلونو کې هم د ژمي په موسم کې د واورو او بارانونو د لږو ورېدو له امله ورته ستونزې پېښې شوي چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې وه.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG