د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

«جي-۷» د سوریې او اوکراین په اړه پر روسیې د فشارونو په راوستلو وغږېد


د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو «جي-۷» د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یکشنبه د سوریې او اوکراین د جګړو پر سر په روسیې باندې د فشارونو په راوستلو خبرې وکړې.

دوی په یو لړ هغو مسایلو هم خبرې وکړې چې د لوېدیځ او روسیې د اړیکو د سړښت لامل شوي.

له دغو مسایلو هدف ډېری د سوریې او اوکراین په جګړو کې د روسیې رول دی.

د اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون یکشنبه په‎داسې حال کې وشوه چې د همدې میاشتې په ۱۴مه امریکا، بریتانیا او فرانسې د سوریې د رژیم پوځي اهداف او د کیمیاوي وسلو فابریکې په راکټونو وویشتلې.

دوی دا بریدونه د دې لپاره وکړل چې په خبره‌یې د اپرېل په اوومه د سوریې رژيم په دوما ښار کې ۴۳ ملکیان د کیمیاوي وسلې په کارولو ووژل.

لوېديځ هېوادونه په‎داسې حال کې د روسیې او ایران له ملاتړ برخه‌مند د بشار الاسد رژيم د دوما د کیمیاوي وسلو د کارولو په برید تورنوي چې ایران او روسیې دا تورونه رد کړي دي.

اخوا د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون یکشنبه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې د سوریې د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

مکرون ویلي له سوریې د امریکايي سرتېرو په وتلو سره به په دغه هېواد کې د ایران او روسیې لاس نور هم ازاد پرېښودل شي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

دی وايي:

"موږ باید له جګړې وروسته یوه نوې سوریه جوړه کړو او په همدې خاطر هم فکر کوم چې د امریکا متحده ایالاتو رول ډېر مهم دی. ولې دا خبره کوم؟ ځکه غواړم په وضاحت ووایم چې که د داعش تر ماتې وروسته موږ سوریه په بشپړه توګه پرېږدو بیا به میدان د اسد رژیم او ایران ته ازاد وي او بیا به دوی نوی جنګ پیلوي او نوي ترورېستان راپیدا کوي."

په کاناډا کې د «جي-۷» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه چې نن ناوخته ختمېږي د دغو هېوادونو سرمشریزې ته چمتووالی دی چې هغه به هم د سوریې په جګړه کې د روسیې او ایران په رول څرخېږي.

د «جي-۷» ستر صنعتي هېوادونه امریکا، بریتانیا، کاناډا، جرمني، فرانسه، ایټالیا او جاپان ته وايي او مشران به‌یې د جون میاشتې په لومړیو کې سرمشریزه وکړي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG