د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

ارزګان کې مېرمنې وايي د شري ناروغي یې ماشومانو د مرګ تر پولي رسولي


د ارزګان مرکز ترینکوټ کې یو شمېر مېرمنې وايي، د دوی په کلیو کې د شري ناروغي د تېرو څو کلونو په پرتله څو چنده زیاته شوې او د دوی ټول ماشومان يې د مرګ تر پولي رسولي.

دوی وايي، په ماشومانو کې د شري ناروغي زیاتوالي اندېښمنې کړي او په خبره يې چې په کلیو کې يې د دوی ټول ماشومان نیولي دي.

دوی له دولته غواړي چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي، که نه نو د زیات شمېر ماشومانو ژوند به واخلي.

د دغه مېرمنو له ډلې ګل سېکه او شیرینه ده چې د ترینکوټ ولایتي روغتون ته يې په شري ناروغي اخته ماشومان د درملنې لپاره راوستي، ازادي راډيو ته وویل:

"ګل سېکه ـــ زما دوه لوڼې او ۳ زامن په یوه ورځ د شري ناروغي ونیول، زموږ په کلي کې لسګونه نور ماشومان هم په‎دغه ناروغۍ اخته دي.

-شیرینه ـــ زموږ وطن د شري ناروغي پر سر اخېستی، دغه لس- دولس ماشومان چې تاسو اوس وینئ ټول د یوه کلي دي او زما ۳ ماشومان لا هم په کور کې دي چې په شري ناروغي اخته دي."

له دې سره ارزګان کې روغتیايي مسؤلین هم خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د تېرو کلونو په پرتله د شري ناروغي ۱۰۰سلنه زیاته شوې ده.

د ولایتي روغتون سرپرست ډاکټر ضياءالرحمان نیازي ازادي راډيو ته وویل چې په تېره یوه ماشت کې په ولایتي روغتون کې ۴۷ په شري ناروغي اخته ماشومان بستر شوي او یو ماشوم روغتون ته تر را رسېدو مخکې ساه هم ورکړې وه.

ښاغلي نیازي وویل:

"په خواشینی سره باید ووایم چې په ارزګان کې د شري ناروغي ورځ تر بلې زیاتېږي او په دغه کال کې بیا له حده زیاته شوې چې تېره ورځ د یو ماشوم ژوند یې هم واخېست."

ښاغلی نیازی وايي چې دغه ناروغي د شري واکسین د نه تطبیق له امله زیاته شوې او خلک باید واکسین وکړي.

په ورته وخت کې بیا په ارزګان کې د واکسین د برخې مسؤلین په‎دې اړه څه نه وايي.

خو بل پلو بیا په افغانستان کې د ملي کتلوي ریاست مسؤلین هم دا مني چې په دغه ولایت کې د شري ناروغي زیات شوي، خو وايي چې په هغه اندازه نه‎ده لکه چې دغلته د ولایتي روغتون مسؤلین او مېرمنې يې یادوي.

د یادي ادارې مسؤل ډاکټر غلام د ستګیر نظري په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې دغلته د شري د ناروغي د زیاتوالي لامل ناامني ده.

په شري اخته ماشوم
په شري اخته ماشوم

نظري وویل:

"دا نه منو چې دغلته دې ۱۰۰ فیصده د شري ناروغي زیاته شوې وي، خو یو شمېر اوټ بریکونه او یا هم په یو شمېر سیمو کې د شري ناروغي شتون لري، د هغه لامل هم دغلته وروستۍ نا امني دي، زیات شمېر روغتیايي مرکزونه تر ډېره وخت تړلې وو، خو موږ د دغې ناروغۍ په وړاندې په مرکز او ولایت ارزګان کې هر ډول امادګي لرو."

ځايي روغتیايي مسؤلین دغه راز زیاتوي چې په‎دغه ولایت کې نه یوازې د شري ناروغي زیاته ده، بلکې یو شمېر نورې ناروغۍ هم زیاتې شوي، لکه تور غاړي، تور ژېړۍ او رواني ناروغي چې خلک ورڅخه کړېږي.

ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې زیات شمېر خلک د روانې جګړې له کبله د روغتیايي او نور پرمختیايي خداماتو څخه بې برخې دي.

راپور: شریف‎الله شرافت ـــ ارزګان

XS
SM
MD
LG