د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس د یاد وزارت اړوند په بېلابېلو برخو کې د زورواکو، د ملي شورا د غړو او یو شمېر نورو اشخاصو او کړیو لاسوهنې مني وايي چې دغه کسان غواړي په دې ډول، د افغانستان په معارف کې خپلې ګټې خوندي وساتي.
کبیر حقمل دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وروسته له هغې وکړې چې په ننګرهار ولایت کې د پوهنې د نوي رئیس لهخوا د اصلاحاتو په هدف ځيني کسان له خپلو دندو بدل او بېرته بیا د وزارت د مقام لهخوا یې پر خپل ځای د پاتې کېدو سپارښتنه وشوه.
له ښاغلي حقمل سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د ننګرهار د معارف د موضوع جزئیات ورنه پوښتلي دي: