د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له پېلېدو خوښي ښکاره کوي او وايي چې دغه پروسه به په ټول هېواد کې بریالۍ روانه وي.
د دغه کمېسیون يوه کمېشنر سید حفیظالله هاشمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۷» ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۳ زره کسانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.
نوموړی وايي:
"که څه هم د عامه پوهاوي پروګرامونه کم وو او انتخاباتي بهیر په ۲۰۱۴ میلادی کال کې زیانمن شوی و، خو بیا هم خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته لاړل او نوم لیکنهیې وکړه، زموږ هیله تر دې هم ډېره وه، خو تر پرونه پورې ۱۲۷۰۰ تنو د رأی ورکونې لپاره نوم لیکنه کړې ده."
که څه هم ښاغلی هاشمي مني چې دغه بهیر يو څه پڅ روان دی، خو وايي دوی هڅه کوي چې په راتلونکو ورځو کې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او دغه بهیر ګړندی شي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شنبې په ورځ د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره د ۱۴۱۹ مرکزونو په پرانیستلو سره دغه بهیر رسماً پیل کړ، خو ښاغلی هاشمي وايي لهدې ډلې ۴۴ مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي پاتې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دولتي لوړپوړو چارواکو له ډلې هغه دوه لومړني کسان وو چې د نوم لیکنې په لومړۍ ورځيې د رأی ورکونې په مرکزونو کې نوم لیکنه وکړه.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان لمریز کال د میزان میاشتې ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته ټاکلې ده.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ يا «ټيفا» که څه هم د دغه بهیر له پیلېدو هرکلی کوي، خو په خبرهیې په دغه بهیر کې د يو لړ ستونزو له امله د خلکو حضور کمرنګه دی.
د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوبزاده پهدې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:
"زموږ موندنې دا ښيي چې تر اوسه ډېرو خلکو په دغه بهیر کې برخه نهده اخیستې او ځينې سیمې په سمه توګه نهدي همغږي شوي، حتی ځيني مرکزونه په اوله ورځ نهدي خلاص شوي، بله مسئله دا ده چې عامه پوهاوی په سمه توګه نهدی شوی او ډېر خلک په جریان کې نهوو."
د رأی ورکوونکو نوم لیکنه د کاغذي تذکرې پر بنسټ او پرې لګېدلي د یوه معلوماتي کاغذ په نښلولو سره کېږي چې دغه مسئلې په نا امنو سیمو کې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین دغه طریقه په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره مهمه بولي او په عملي کېدو یې ټینګار کوي.
بلخوا د انتخاباتو د برخې يو شمېر څېړونکي انتقاد کوي چې د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له لازمو تیاریو پرته پیل شوی.
د دغو څېړونکو له ډلې جانداد سپینغر پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"لږ تر لږه باید هره ورځ ۲۰ زره کسان ثبت شي، د شمېر کموالی دا جوتوي چې په عامه پوهاوي او تخنیکي برخو کې ستونزې موجودې دي."
ښاغلی سپینغر ټینګار کوي چې د دغه بهیر د ګړندیتوب لپاره باید د سیاسي ګوندونو سره همغږي وشي چې دوی خلک نوملیکنې ته وهڅوي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیلېدو لپاره دوی لازمه تیاري درلوده او پهدې تړاو یې د سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره مشورتي ناستې هم کړې دي.
دغه کمېسیون د انتخاباتو نه د څار له ټولو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او خلکو غواړي چې د دغه بهیر د ښه پر مخ بیولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
راپور: واصل وصال