د افغانستان کرکټ بورډ په دغه په اداره کې یو لړ تغیرات راوستي دي.
کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې په دې بدلونونو کې د کورني کرکټ مسؤل دولت احمدزی د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنې لوبډلې د روزنکي په توګه، هستي ګل عابد د کورني کرکټ د مسؤل په توګه، خالق داد نوري د امو زون د نوي مسؤل په توګه او روح الله ترخېل د سپین غر زون د نوي مسؤل په توګه ټاکلي دي.
هڅه مو وکړه چې د کرکټ بورډ له مسؤلینو سره د دغو بدلونونو د اړتیا په اړه خبرې وکړو، خو بریالي نه شو.