د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۳۴

افغان کرکټ بورډ شهزاد محمد ۳لکه افغانۍ نقدي جریمه کړ


افغان اوپنر او ویکټ ساتونکی لوبغاړی شهزاد محمدي په پاکستان کې د یوې ځايي کلب لوبډلې سره د لوبېدو له کبله دری لکه افغانۍ نقدي جریمه شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکر الله عاطف مشعل نن په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل چې د کرکټ بورډ هېڅ کارکونکی او لوبغاړی د بورډ له اجازې پرته په لوبو کې برخه نه شي اخیستلای.

کرکټ بورډ هغو لوبغاړو ته هم یوه میاشت وخت وټاکه چې له افغانستان بهر هستوګن دي تر څو خپل هېواد ته راستانه شي ګنې قرارداد به یې لغوه اعلان شي.

له دې وړاندې ازادي راډيو د شهزاد محمدي په اړه راپور جوړ کړی وو او کرکټ بورډ د شهزاد محمدي دغه کار غیر قانوني بللی وو او ده ته یې د سزا اورېدو ویلي وو.

XS
SM
MD
LG