د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۱۷

چارواکي: په ارزګان کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي


د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د «نصرت» په نوم په پیل شویو عملیاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۲۵ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سوېل کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا څخه ازادي راډيو ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال ۴طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په چپه خاک او ګوګرک سیمو کې هم د توپچي او هوایي بریدونو پر مهال درې طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په ارزګان ولایت کې د نصرت په نوم د تېرو ۲۳ ورځو راهیسې پوځي عملیات پیل شوي چې مسؤلین وایي، ګڼ طالبان په‌کې وژل شوي او یو شمېر سیمې هم له طالبانو نیول شوې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG