د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۳

د مالیاتي جرایمو له بخښنې وروسته ۵۰۰۰ شرکتونو حسابونه تصفیه کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د ماليې وزارت له‌خوا د ۹۵ فیصده مالیاتي جرایمو له بخښنې وروسته تر اوسه ۵۰۰۰ شرکتونو خپل حسابونه تصفیه کړي دي.

د یادې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ماليې وزارت سره په ګډه همکارۍ د خصوصي سکټور لپاره د عامه پوهاوي سمینارونه جوړوي ترڅو نور شرکتونه هم خپل حسابونه تصفیه او خپل جوازونه تمدید کړي.

د ماليې وزارت د ۱۳۹۷ کال د مالي بودجې په اصول‌نامه کې د مالیاتو جرمونو معافیت هم راغلی و چې ملي شورا تصویب کړ.

د دغه کار له مخې د ماليې وزارت له‌خوا ۹۵ فیصده مالياتي جرمونه معاف شول.

د ماليې وزارت د خصوصي سکټور مسؤلینو ته نهه میاشتې وخت ورکړی چې پنځه فیصده مالیه دغه وزارت ته ادا او خپل جوازونه تمدید کړي.

XS
SM
MD
LG