د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په واشنګټن کې افغان سفیر: سوله اوس په یوه ممکن واقعیت بدله شوې


  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې په واشنګټن کې د افغان سفیر مقاله خپره کړې چې ویلي یې دي، سوله اوس په یوه ممکن واقعیت بدله شوې.

حمدالله محب په خپله مقاله کې څو موضوع‎ګانو ته اشاره کړې او هغه‌یې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره مهم یاد کړی.

ښاغلي محب لیکلي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي په سم لور روانه ده، مهالوېش نه‎لري او په وضعیت پورې تړلې ده.

دوهم دا چې د ښاغلي محب په خبره افغان حکومت له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې له فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب ګرځولی او د ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې یې پیاوړتیاوې زیاتې شوې دي.

نشنل انټرسټ د سفیر محب په خبره لیکلي چې درېیمه موضوع په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د روزنیز، ښوونیز او همکارۍ رول دی چې د افغان پوځیانو ظرفیتونه ورسره لوړ شوي.

څلورم ټکی چې ښاغلي سفیر ورته اشاره کړې هغه دا دی چې امریکایي پوځیانو په افغانستان کې رول بدل کړی او له افغان پوځیانو په هوايي ملاتړ ترورېستي ډلې په نښه کوي.

نشنل انټرسټ په واشنګټن کې د افغان سفیر په حواله پنځمه مسئله د ترورېزم له ملاتړو هېوادونو سره د امریکا چلند یاد کړی چې په مټ‌یې په افغانستان کې سوله ټینګېدای شي.

د ښاغلي محب په مقاله کې شپږمه او تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د ده په خبره طالبانو ته مشروعیت او له دې ډلې سره یووالی اوس د ډېرو افغانانو سره کم شوی دی.

نشنل انټرسټ خپرونې د مقالې په پای کې لیکلي چې افغانستان د امریکا او نورو نړیوالو ملګرو په همکارۍ د جګړې په ډګر کې په سیمه کې پرمختګونه کړي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې افغان حکومت اوس په پوځي چارو کې جدي اصلاحات، له اداري فساد سره مبارزه او سولې ته هڅونه جاري وساتي.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د لیرې کولو پر سر پخوانیو خبرو ته اشاره کړې ده.

دې ورځپاڼې په خپله مقاله کې د جنرال رازق یوه پخوانۍ خبره راخیستې چې ویلي یې و "د غني حکومت مې نه‎شي لیرې کولای."

خو لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د کابل مېشتې د افغانستان د شنونکو شبکې د غړي محمد علي سباوون په حواله ویلي، نا تأیید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر غني له مخکې د جنرال رازق استعفا لیک لاسلیک کړی دی.

د غني حکومت مې نه‎شي لیرې کولی.

ورځپاڼه لیکي چې له مخالفینو سره په جګړه کې د ائتلافي ځواکونو دا ملګری قوماندان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له پراخ ملاتړه هم برخه‌مند دی.

خو جنرال رازق ویلي چې سیاست نه‎کوي او نه د کومې ډلې غړی دی، بلکې د ده دنده د امنیت ټينګښت دی او ان له ځینو سیمه‎ییزو طالب مشرانو سره‌یې خبرې هم کړې دي.

مخکې د بلخ لیرې کړای شوي والي عطا محمد نور په خپلو ویناوو کې څو واره ټینګار وکړ چې جنرال رازق باید د کندهار د امنیه قوماندان په توګه پاتې شي.

لاس انجلس لیکي چې جنرال رازق هم د نور ننګه کړې وه.

لاس انجلس ټایمز وايي، په خپله نور هم له ولسمشر غني سره ډېره لانجه وکړه تر هغو چې پرېکړې ته ورسېدل.

افغان حکومت له څوکۍ د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د لیرې کولو لپاره ډېرې خبرې وکړې، څو بالاخره نور ته یو نږدې کس او د جمعیت اسلامي غړی اسحق رهګذر د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.

په اخر کې بېرته ورګرځو کندهار ته چېرته چې لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملا عمر د واک سیمه بللې او ویلي یې دي چې په همدې ولایت کې جنرال رازق د بندیانو په شکنجه تورن دی.

XS
SM
MD
LG