د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۶

کاپیسا: د طالبانو د نظامي مسؤل په ګډون ۷ وسله‌وال وژل شوي


په کاپیسا کې د امنیتي چارواکو په وینا د طالبانو د نظامي مسؤل مولوي اجمل په ګډون اووه وسله‌وال وژل شوي او پنځه تنه نور یې هم ټپیان دي.

د کاپیسا امنیه قوماندان محمد رازق یعقوبي ازادي راډیو ته وویل چې له سې شنبې راپه‎دې خوا د نجراب ولسوالۍ په دره افغانیه او پچغان سیمو کې عملیات روان دي.

د دې عملیاتو پر مهال د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي او څلور تنه ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG