د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۶

د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د تېلو یوه ټانکر اور واخیست


د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د تېلو پر یوه ټانکر اور ولګېد.

د پروان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر فرهاد هاشمي وایي، دې ټانکر تېره شپه هغه وخت اور واخیست چې د شمال له لوري یې نفتي مواد د کابل خوا ته وړل.

د هاشمي په وینا دا پېښه د چسپکي ماین په واسطه شوې ده او چا ته په‎کې د سر زیان نه‎دی اوښتی.

تر چاودنې وروسته په سیمه کې نږدې څو دکانونه هم سوځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG