د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۳

سبا پنجشنبه په جلال‌اباد کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ کېږي


ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د"نارنج ګل" تر نامه لاندې په جلال‌اباد ښار کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې به د بایسکل ځغلونې ۲۰ لوبغاړي ګډون وکړي.

نوموړي وویل، له دغو سیالیو هدف د ورزشي فرهنګ دودول او د بایسکل ځغلونې د ورزش پراختیا ده.

XS
SM
MD
LG