د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۱۳

د غور ولایت د کرنې او مالدارۍ د رئیس پر موټر چاودنه شوې


د غور ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن له خپل موټر چلوونکي سره په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ازادي راډیو ته وویل چې د دې سیمه‌ییز چارواکي پر موټر په سړک کې اېښودل شوی ماین چاودلی دی.

نوموړي ویلي چې د پېښې پر مهال د کرنې او مالدارۍ رئیس د دولینه ولسوالۍ ته روان و.

تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دې چادونې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG