د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۲

هند کې له یوې لوړې څخه د یوه بس په غورځېدو کې ۳۰ کسان وژل شوي


د هند په شمال کې د هیمالیا په غرنۍ سیمه کې د ښوونځي یو بس له یوې لوړې غورځېدلی چې په‎کې د ۲۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي، په‎دې بس کې د یوه ښوونځي زده‎کوونکي په هیماچال پرادش ایالت کې خپلو کورونو ته روان وو چې نورپور سیمې ته نږدې له یوه ګړنګه وغورځېد.

پېښه د دې ایالت د مرکز شیملا په ۳۲۵ کېلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي سنتوش پټېل ویلي، بس ۶۰ متره ژورې کندې ته غورځېدلی او موټر چلوونکی او دوه ښوونکي هم په پېښه کې وژل شوي.

پټېل ويلي په بس کې د ډېرو سپرو زده‎کوونکو عمرونه له ۱۰ تر ۱۲ کلونو پورې وو.

نوموړي ویلي، ۱۲ ماشومان له پېښې په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوي چې د ډېرو روغتیايي وضعیت خراب دی.

XS
SM
MD
LG