د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۰۷

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز یا «CPEC» افغانستان ته هم غځول کېږي


د اسیا کلنی مقایسوي راپور ښيي چې د اسیا لپاره د چین د «بوآاو» فورم په غونډه کې پرېکړه شوې چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز یا «CPEC» افغانستان ته هم غځول کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په «CPEC» پروژه کې د افغانستان د شمولیت له طرحې ملاتړ او هرکلی کوي.

د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې د «CPEC» پروژه سیمه سره نښلوي او دا چې د سیمې په نښلولو کې د افغانستان ګټه ده، نو ځکه‌یې تطبیق ته چمتووالی نیسي.

مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

نوموړی وايي:

"زموږ ګټې د سیمې په نښلولو کې نغښتې دي او دا چې موږ په وچه کې ګېر هېواد یو، نو په هره پروژه کې د افغانستان ګټې خوندي وي، موږ یې هرکلی کوو او د خپلو ګټو پر بنسټ په هغه کې پر شاملېدو او عملي کېدو ټینګار لرو."

دی وايي، د افغانستان په شاملولو کې د سیمې د هېوادونو ګټه ده او همدې اهمیت ته په کتو دغه هېواد شاملېږي.

ښاغلی قوقندي وايي، په «CPEC» کې د افغانستان د ګټو د خوندیدتوب په اړه ډېرې ناستې ترسره شوي او لا هم بحثونه دوام لري.

دا پلان د لومړي ځل لپاره تېر کال په ډسمبر میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‎ اي د خپل پاکستاني او افغان سیال سره په غونډه کې مطرح کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اسیا کلنی مقایسوي راپور چې پرون یکشنبه خپور شو ښيي چې د اسیا لپاره د چین د «بوآاو» فورم په غونډه کې پرېکړه شوې چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز «CPEC» افغانستان ته هم غځول کېږي.

«CPEC» د چین د بیلټونو او سړکونو نوښت «BRI» له‎خوا مهمه پروژه ده چې هدف‌یې د اسیا، اروپا، منځني ختیځ او افریقا د لوژستیکي او ټرانسپورتي شبکو نښلول دي.

له دې مخکې ټاکل شوې وه چې دا پروژه د چین او پاکستان ترمنځ غځول کېږي د کومې لپاره چې په پاکستان کې جدي کارونه روان دي.

  • خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان له شاملېدو سره چین ولې لېوالتیا لري او افغانستان له دغې پروژې څه ترلاسه کولای شي؟

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش‌یې په اړه وايي:

"اصلاً پاکستان او چین ستراتېژیک ملګري دي، خو دا چې افغانستان د څلور لاري اهمیت لري، نو دا مزل لنډوي، «CPEC» به خورا مهمه ټرانزیتي لار وي، دا به د چین لاسرسی لا ډېر کړي له دې سره به چیني کمپنۍ افغانستان ته راشي او دلته به پانګونه ولري."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې افغانستان، چین او پاکستان هغه هېوادونه دي چې یو له بل سره خورا زیاته سوداګري لري.

د یادې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل، که یاد هېوادونه د منظمو لارو له طریقه سره ونښلي، ګټه‌يې ټولې سیمې ته رسېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG