د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۳

چارواکي: په غزني کې ۳ پولیس وژل شوي


په غزني کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي.

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د بریدونو پر مهال ۳ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ پر څلورو کمربندي پوستو وسله‌والو طالبانو بریدونه وکړل چې غوښتل‌يې یادو پوستو ته سقوط ورکړي، خو افغان سرتېرو يې بریدونه په شا وتمبول.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسله‌والو طالبانو د افغان سرتېرو ۲ میله کلاشینکوفونه هم له ځان سره وړي دي.

ښاغلي نوري وویل چې په دغو بریدونو کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره‌یې چې په اړه‌يې کره معلومات نه‌لري.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا رسنو ته په استولي برښنالیک کې ویلي چې دغلته‌یې یوه پوسته سقوط کړې او یو شمېر افغان سرتېرو ته‌یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

اخوا د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې په ټرافیکي پېښه کې يو کس وژل شوی چې خپله موټر چلوونکی و او د ۲ ښځو په ګډون، ۹ تنه ټپيان شوي دي.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه ټرافیکي پېښه نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د سراچه او ټونس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه.

په ټپيانو کې د درېیو تنو روغتیايي حالت ناسم ښودل شوی چې مرکز کابل ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG