د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۵۲

جاپان افغانستان سره څه باندې ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي


د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د انتخاباتو د ترسره کېدو او د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره څه باندې ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

دا ژمنې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ماساهیسا ساتو له خپل افغان سیال حکمت خلیل کرزي سره په لیدنه کې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دواړو لورو پرون په کابل کې سره ولیدل او په امنیتي مسایلو، د سولې په خبرو، بیارغونې او انتخاباتو باندې یې بحث وکړ.

د بیان له مخې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي خلیل کرزي د جاپان له مرستو ستاینه کړې او دا هېواد یې د افغانستان له لویو دوستانو او مرسته کوونکو هېوادونو بللی دی.

جاپان په نږدې ۲۰ وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې څه باندې شپږ نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG