که څه هم د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په بدل کې د افغانۍ د بیې د راټيټېدلو په اړه بېلابېلې اندېښنې موجودي دي، خو د افغانستان بانک وايي، افغانۍ لا هم د ګاونډیو هېوادونو د پولي واحد په پرتله کم ارزښت بایللی او دا مسئله تر دېره د مارکېټ په وضعیت پورې تړلې ده.
د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د نورو فکټورونو تر څنګ د ډالرو ډېره تقاضا او د افغانیو ډېره عرضه، یو بل مورد دي چې د افغانیو ارزښت یې کم کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دا وخت ډېرې پروژې په افغانۍ تطبیقېږي او د دغه پولي واحد ډېره عرضه د دې لامل شوې چې یو څه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږه لکه د پخوا په شان خپل لیلام تر سره کوو، خو بل خوا بودجه تصویب شوی ده، پراختیايي کارونه پیل شوي دي او په پروژو کې د دولت تادیات ټول په افغانۍ دي او د افغانۍ ډېره عرضه د دې لامل کېږي چې د افغانیو ارزښت یو څه راټیټ شي."
ښاغلی هاشور وايي، د افغانستان بانک د نرخونو د ثبات لپاره لیلام تر سره کوي او د وارداتي انفلاسیون مخه نیسي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د موادو اړوند انفلاسیون څه باندې څلور فیصده دی چې د سیمې د هېوادونو په پرتله څو برابره کم دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې د پیسو پړسوب یا انفلاسیون له دې هم کم و او هغه وخت یو ډالر د څلوېښتو نیولې تر پنځوسو افغانیو په بدل کې بدلیده.
دا وخت د کابل په بازارونو کې یو ډالر د ۶۹ افغانۍ او اتیا پولو په بیه بدلېږي چې د افغانستان د صرافانو د ټولنې په وینا په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې ارزښت دومره نه و کم شوی.
د صرافانو د ټولنې رئیس میر افغان صافي ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان بانک ځينې پالیسۍ د افغانیو ارزښت کم کړی او که چېري د نوموړي بانک له خوا مداخله ونه شي لا اغیز کولای شي.
له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه داود نیازی وايي، له اقتصادي فکتورونو ور ها خوا سیاسی موضوعاتو هم د افغانیو پر نرخ منفي اغیز کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانیو ارزښت دا وخت تر ډېره په سیاسي مسایلو پورې اړه لري، ځکه له اقتصادي اړخه چې دا مهال د افغانیو لپاره کومې پالیسۍ جوړېږي سمې دي او کومه داسې لویه اقتصادي پېښه هم نه ده رامنځته شوې چې له امله یې افغانۍ بې ثباته شي."
ښاغلی نیازی وايي، د دې لپاره چې د افغانیو ټیټه بیه د خلکو په اقتصاد او ورځنیو چارو ناوړه اغېز ونه کړي باید کورني تولیدات ډېر او صادرات کم شي.
دی وايي، وارداتي هېواد ته د پیسو لوړ ارزښت په ګټه دی، خو که دا ارزښت ونه ساتل شي د بې وزلۍ د کچې لوړېدو او د پیسو پړسوب ته زمینه برابرېږي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ