د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۵

امریکا: روسیه پر سوريايانو د کيمياوي وسلو د حملې ډېره مسووله ده


د سوریې پلازمینې دمشق ته نېږدې پریاغیانو د حکومتي ځواکونو له خوا د کیمياوي وسلو د نویو حملو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا متحده ایالات وایي، د سوریې د حکومت له خوا د احتمالي نویو کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه ځورونکي راپورونه څېړي او که دغه حملې تأیید شي، روسیه به یې مسؤله وي.

هیدر ناویرټ
هیدر ناویرټ

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرټ په یوه خبرپاڼه کې چې پرون شنبه یې خپره کړه، ویلي:

"د خپلو خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلو د کارولو په برخه کې د سوریې د رژیم په سابقه کې د بحث ځای نشته."

ناویرټ زیاته کړه، روسیه چې د بشار لااسد د رژیم کلکه ملاتړې ده، په بې رحمانه توګه په کیمیاوي وسلو سره د یو زیات شمېر سوریایانو د په نښه کولو بیخي مسؤله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه راز وویل چې متحده ایالات له روسیې غواړي چې د سوریې د رژیم ملاتړ سمدستي بس کړي او د کیمیاوي وسلو د نورو وحشیانه حملو د مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د سوریې یوې یاغي ډلې او نړیوالو مرستندویو ټولنو د شنبې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړل چې د دمشق په لمنه ختیځه غوطه کې یې پرملکیانو د زهرناکو کیمیاوي وسلو بمونه غورځولي دي.

سوریایي الاصله امریکایي طبي ټولنې هم ادعا وکړه چې په دوما کې پر یوه روغتون کلورین بم غورځول شوی چې شپږ تنه یې وژلي او په دوهمه حمله کې چې د اعصابو فلجوونکي ګازو په ګډون، له مخلوط زهرجنو ګازو کار اخیستل شوی، یوه بله ودانۍ په نښه شوې ده.

په امریکا کې دېره د دغې ټولنې مشر باسل تیرمانیني روېټرز اژانس ته وویل چې لږترلږه ۳۵ کسان د دغو کیماوي وسلو په حملو کې وژل شوي دي.

سوریایي زده کوونکي
سوریایي زده کوونکي

هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې له ملګروملتونو، متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې سره تماسونه نیولي دي.

د سوریې د ملکي دفاع په نوم یوې بلې ټولنې چې د سپینو خولیو په نوم مشهوره ده، هم ادعا کړې چې د کیمياوي وسلو د حملې نښې یې ترلاسه کړې دي.

د رضاکارو ژغورونکو له لورې په خپرو شویو عکسونو کې ګڼ جسدونه لیدل کېږي.

دوی وايي چې د تلفاتو شمېر ښايي تر دې ډېر وي.

د سوریې دولتي رسنیو بیا هغه راپورونه چې ګواکې د سوریې ځواکونو په دوما کې پریاغیانو کیمياوي وسلې استعمال کړي، رد کړي او ویلي یې دي چې په سیمه کې یاغیان د سقوط په حال کې دي او جعلي خبرونه خپروي.

د سوریې حکومت مخکې د کیمیاوي وسلو د حملو ادعاوې رد کړې دي.

د سوریې پوځ او متحدینو یې یوه ورځ وروسته له هغې چې د دمشق په لمنه د یاغیانو په وروستي مرکز محاصره شوې دوما کې په هوایي حملو کې لږترلږه ۴۰ تنه ووژل، په سیمه کې د درنو وسلو او هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG