د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

په جرمني کې په موټر د خلکو د وهلو په پېښه کې ۲ تنه مړه او ۳۰ ټپیان شوي


د جرمني پولیسو ویلي چې په مونسټر ښار کې یوه کس خپل موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه وروست چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او لږترلږه ۳۰ نور ټپیان دي.

د جرمني د مونسټر ښار په مرکزي سیمو کې خلک د یوه رسټورانت بهر ناست وو چې ناڅاپه یو کوچنی باروړونکی موټر پیاده رو ته پورته شو او یو شمېر کسان یې لاندې کړل.

دا پېښه پرون شنبه شوې ده.

یوه عیني شاهد روېټرز خبري اژانس ته وویل چې له دې پېښې ویرېدلی دی.

دی وایي:

"غواړم ووایم چې کله تاسو د مونسټر په څېر کوچنۍ سیمه یا ترهغې هم په کوچني ځای کې دا ډول تجربه کوئ، نو نشم کولای چې بهر ولاړ شم، اوس په قهوه خانه کې خوندیتوب نه احساسوم."

د پولیسو یوه ویاند اندریاس بوودخبریالانو ته وویل چې موټر چلوونکي خپل ځان په ډزو وژلی دی .

سیمه يیزو پولیسو په ټوېټر کې اعلان وکړ چې امنیتي افسران سیمې ته استول شوي او له خلکو یې غوښتي چې د خوندیتوب لپاره یې سیمې ته ولاړ نشي.

د جرمني د صدراعظمې انګیلا مرکل یوه ویاند دا یوه ناوړه پېښه بللې ده او وایي، دوی د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي دي.

د جرمنې یوې نامتو ورځپاڼې راپور ورکړی چې ګمان کېږي موټر چلوونکی د منځني عمر یو جرمن وګړی وي چې ښایي، رواني ستونزه یې درلوده.

دغې ورځپاڼې ویلي چې چارواکي په دې باور دي چې دغه پېښې ترورېستي انګېزه نه درلوده .

سوئد دویچه سایتونګ ورځپاڼې دغه راز ویلي چې د مشکوک کس اپارتمان پلټل شوی چې انفجاري مواد پکې شته که څنګه، خو په دې اړه لا ډېر تحقیقات کېږي .

XS
SM
MD
LG