د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۱

په غوطه کې د سوریې هوايي حملو ۴۰ملکیان وژلي


د سوريې د پایتخت دمشق په ختیځه غوطه کې د حکومتي الوتکو په تازه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په ختیځه غوطه کې پرون دا هوايي بریدونه وروسته تر هغې وشول چې له سیمې څخه د جیش الاسلام په نامه وسله والې ډلې د غړیو د انتقال په اړه د روسيې په منځګړتوب خبرې ناکامه شوې.

راپورونه وايي چې خبرې د جیش الاسلام ډلې د غړیو تر منځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوي دي.

په غوطه کې د سوريې حکومتي ځواکونو تر لسو وروځو ځنډ وروسته هوايي عملیات کړي دي.

د سوريې د بشري حقونو ډلې ویلي چې په ۴۰ وژل شویو کې ۸ ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG