د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۳۸

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه څه وغندل؟


د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه هغه څه غندلي دي چې دوی یې د امریکا له‎خوا د ایران سره د اټمي موافقې، د نړیوالې تودوخي تړون او د نړۍ د تجارتي اصولو په شمول د منل شوېو تړونونو او موافقو په یو اړخېزه توګه بدلون بولي.

د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د خپل چینايي سیال سره له خبرو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي په هغو مسئلو کې یوازې عمل وکړي چې له ګڼو هېوادونو سره تړلي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې اټمي تړون یاد کړ چې امریکا په‎کې د بدلون غوښتونکي ده، په داسې حال کې چې د تړون نور برخه‎وال هېوادونه پرې قناعت لري.

لاوروف د نړۍ د اقلیم په اړه هم شوي تړون ته اشاره وکړه چې د نړۍ ۱۶۶ هېوادونو لاسلیک کړی، خو ولسمشر ټرمپ په‎کې د بدلون غوښتونکی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل:

"د دې له ډیپلوماسۍ سره هېڅ ارتباط نه‎شته. دا په داسې حال کې د خپلو ګټو تحمیلول دي چې د نورو ګټې په بشپړه توګه له پامه غورځوي."

د ایران په اړه ولسمشر ټرمپ له اروپايي پیاوړي هېوادونو بریتانیا، فرانسې او جرمني چې د دې تړون له لاسلیک‎کوونکو څخه دي، غوښتي چې په‎دې توافق کې دې د ده په وینا "سترې نیمګړتیاوې"لېرې کړي کنه، امریکا به له دې تړونه ووځي.

د روسیې د بهرینو چارو وزیر پرون پنجشنبه وویل، د ایران سره د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه دې توافق ته رسېدو کلونه وخت ونیوه او خبرداری یې ورکړ چې په‎دې تړون کې په یو اړخېز توګه د بدلون هرهڅه به د تړون له موادو او د ملګرو ملتونو له پریکړه‎لیک سرغړاوی وي.

XS
SM
MD
LG