د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۴۲

یوري دیمیتریوف د ماشومانو د بربنډو فلمونو د جوړولو له توره برائت واخېست


یوري دیمیتریوف

د روسیې یو مورخ او د بشري حقونو فعال د ماشومانو د بربنډو فلمونو د جوړولو له تور څخه برائت واخېست، خو د غیر قانوني وسلې د ساتلو په خاطر په دوه نیم کاله نظربندۍ محکوم شو.

یوري دیمیتریوف «Yury Dmitriyev» چې د څلي په نوم د بشري حقونو د ټولنې غړی دی او په ۱۹۳۰ میلادي کال د پخواني شوروي اتحاد د رژیم له خوا د زندانیانو له ډله ییزې وژنې څخه یې پرده پورته کړه، پرون پنجشنبه د کاریلیا سیمې له یوې محکمې څخه د ماشومانو د بربنډو فلمونو د جوړولو په قضیه کې برائت واخېست، خو د یوې سپکې وسلې د ځینو پرزو د ساتلو له کبله د ازادانه تګ راتګ د محدودیت حکم پرې وشو.

که څه هم د دیمیتریوف د بند موده د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر میاشتې راهیسې تر ډېره په توقیف کې تېره شوې، خو محکمې ویلي چې نوموړی باید نورې درې میاشتې هم نظربندۍ ته په ورته محدودیت کې تېرې کړي.

د دیمیتریوف پلويان نوموړی سیاسي بندي بولي او وايي، له هغه سره په بند کې ناوړه چلند شوی، ځکه د دوی په وینا دیمیتریوف د تاریخ هغه اړخ روښانه کړیچې د پخواني شوروي اتحاد د پرتم د ښودلو په برخه کې د کرملین د هڅو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG