د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د سوداګرۍ وزارت: په روان کال کې له ۵ هېوادونو سره هوايي دهلېزونه جوړېږي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به له پنځو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه جوړ شي.

اذربایجان، اندونیزیا، سریلانکا، عربي متحده امارات او ترکیه هغه هېوادونه دي چې هوايي دهلېزونه به ورسره رامنځته کېږي، خو د سوداګرۍ وزارت وايي، تر هر څه وړاندې باید دا معلومه شي چې په یادو هېوادونو کې کوم ډول افغاني توکي ښه مارکېټ لري څو نتیجه‌یې هم مثبته وي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، له نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه د دې هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم دي او دوی هم پرې ډېر تمرکز لري.

مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

نوموړي زیاته کړه:

"سږ کال زموږ هدف دا دی چې له پنځو هېوادونو سره هوايي کوریډورونه رامنځته کړو، خو مهمه دا ده چې کوم توکي هلته بازار لري چې موږ یې هغو هېوادونو ته ولېږدوو."

افغانستان دا مهال له دوو هېوادونو هند او قزاقستان سره هوايي دهلېزونه لري چې صادرات او واردات پرې کېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې که څه هم له قزاقستان سره د افغانستان له هوايي دهلېزه ډېره ګټه نه‌اخیستل کېږي، خو له هند سره د دوو هوايي دهلېزونو موجودیت د صادراتو د پراختیا لپاره مهم ګڼل کېږي.

له هند سره د افغانستان دغه دوه هوايي دهلېزونو افغان سوداګرو ته دا اسانیتا برابره کړې چې نوې ډېلي او ممبیي ښارونو ته تر ډېره وچې او لندې مېوې ولېږدوي.

که څه هم د هوايي دهلېزونو له لارې د توکو د لېږد رالېږد د ځنډ او قیمت په اړه سوداګرو ځیني شکایتونه کړي و، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د صادراتو په وده او پراختیا کې د هوايي دهلېزونو رول مهم بولي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د سړو خونو د کمښت له کبله د افغانستان ډېرې تازه مېوې له‌منځه ځي، خو د ګڼو هوايي دهلېزونو په رامنځته کېدو سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، دا چې افغانستان اوبو ته لار نه‌لري، نو له نورو هېوادونو سره‌یې د ځمکې او هوا له لارې سوداګریزې اړیکې مهمې دي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه تاج محمد تلاش وویل:

"د هوايي کوریډورونو په رامنځته کېدو به کار موندنه رامنځته شي، سوداګریزې تجربې به تبادله شي، روابط به ډېر سره نږدې شي او اقتصادي اړیکې ډېر په اسانۍ کولای شي چې سیاسي روابط ورغوي او پر بنسټ‌یې د اړخونو ګټې وسنجول شي."

د ښاغلي تلاش په خبره له هوايي دهلېزونو نه د لا اغېزمنې استفادې لپاره باید له هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه یو اړخیزه نه، بلکې تعادل په‌کې په پام کې وساتل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG