د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

افغانستان ته د استول شویو نورو امریکایي سرتېرو په اړه نړیواله تبصره


  • سټارس اېنډ سټرایپس

سټارس اېنډ سټرایپس ورځپاڼې افغانستان ته د استول شویو نورو امریکایي سرتېرو په اړه یو مطلب تر دې سرلیک لاندې چې پوځ هیله‎مند دی چې دغه نوي جزوتامونه به د افغانستان په جګړه کې درېدلی حالت له‎منځه یوسي، لیکي:

«بریدګی شاون مورګان» چې ۱۷ کاله‌یې د امریکا په پوځي پلي ځواکونو کې خدمت کړی او پنځه ځلې جګړو ته د استولو تجربه لري، دا ځل افغانستان ته د هغې لوا په چوکاټ کې استول شوی چې دنده‌یې په مستقیم ډول په جګړو ګډون نه، بلکه د جګړې په لومړۍ کرښه کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکول دي.

نوموړی وایي، مأموریت به‌یې اسانه نه‎وي، خو دغه د جګړې لپاره د روزل شویو ځانګړو سلاکارانو لومړنۍ لوا د دغه مأموریت د ترسره کولو لپاره یو درست تشکیل دی چې په دې هېواد کې د طالبانو په وړاندې په دغې ۱۶ کلنه جګړه کې ولاړ حالت هغسې چې پنټاګون‌یې هیله کوي، پای ته ورسوي.

د سټارس اېنډ سټرایپس په لیکنه پنټاګون په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر د زیاتوالي په ترڅ کې دغه پوځي لوا تېره میاشت افغانستان ته واستوله.

د امریکا د دغو روزل شویو ځانګړو پوځي سلاکارانو تشکیل د هغو امریکایي سلاکارانو د تجربو پر اساس رامنځته شوی چې کلونه کلونه‌یې افغان کمانډو ځواکونو ته د ځانګړو عملیاتو په اړه سلا او مشوره ورکړې ده.

د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به سږ کال د تلې یا میزان په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن په تېر ډسمبر میاشت کې ویلي و چې په هغو جګړو کې چې دغو روزل شویو افغان کمانډو ځواکونو برخه اخیستې، تل‌یې هغه ګټلې دي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو پر مسئلې یوه لیکنه خپره کړې او ليکي، له درېیو کلونو ځنډ وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ رسماً اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به سږ کال د تلې یا میزان په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې دغه انتخابات د جمهوري ریاست تر انتخاباتو یو کال وروسته په ۱۳۹۴ ترسره شي، خو د امنیتي اندېښنو او د ملي یووالي د کمزوري حکومت د لوژستیکي ستونزو له امله څو ځلې وځنډېدل.

ډېلي مېل لیکي:

که دغه انتخابات ترسره شي، د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره به کاندیدان سیالي کوي او هم به د شااوخوا ۴۰۰ ولسوالیو د شوراګانو لپاره چې یو شمېر یې د کابل له کنټروله بهر دي، غړي ټاکل کېږي.

د ورځپاڼې په وینا له دغو انتخاباتو څو میاشتې وروسته د راتلونکي کال په پسرلي کې به د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي، خو یو شمېر لوېدیځ ډیپلوماتان په‎دې شک کوي چې افغان حکومت به په هېواد کې امنیتي ګواښونو ته پام سره وکولای شي چې دغه انتخابات په سمه توګه ترسره کړي.

د انتخاباتو د نېټې له اعلان وروسته ملګرو ملتونو د انتخاباتو د کمېسیون دغه اقدام وستایه، خو په هغو کې یې د ټولو افغانانو پر ګډون ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، یوازې دا مهمه نه‎ده چې انتخابات باید وشي، بلکې مهمه دا ده چې ټول افغانان د انتخاباتو په پروسه کې برخه واخلي.

د ورځپاڼې په وینا په‎دې اړه چې په ناکرارو سیمو کې به انتخابات په څه ډول ترسره کېږي، هغوی چې تذکرې نه‌لري یا د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي، په څېر ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي.

له بلې‎خوا هم وسله‎والو طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش هم په وروستیو میاشتو کې حملو ته زور ورکړی او د افغانستان پر حکومت‌یې فشارونه زیات کړي دي.

پر بهرنیانو سربېره د افغانستان د انتخاباتو څارونکو بنسټونو هم په‎دې اړه شک څرګند کړی چې انتخابات به په خپل وخت ترسره شي، خو دا یې هم ویلي چې مخکېنیو تجربو، د انتخاباتو د کمېسیون نیمګړو تیاریو او د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته په پام سره که دغه انتخابات ترسره هم شي هغه به شفاف او عادلانه نه‎وي.

XS
SM
MD
LG