د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

عابد: په شمال زون کې غیر مسؤل وسله وال پنځه برابر زیات شوي


د افغانستان په شمال زون کې د ډایاګ پروسې مسئولین وايي چې په شمالي ولایتونو کې د غیر مسئوله وسله والو ګروپونو شمېر پنځه برابر زیات شوی دی.

په شمال زون کې د ډایاګ پروسې مشر عبدالمنان عابد وايي چې د ډایاګ پروسې له پیل څخه تر دمه څه باندې ۱۱ زره مختلف النوع وسله له نا قانونه وسله والو څخه راټوله شوې ده.

د عبدالمنان عابد په خبره چې د ډایاګ پروسې په پیل کې په شمال زون کې ۵۰۰ غیر مسئول وسله وال بانډ ګروپونه ثبیت شوي و چې اوس یې کچه پنځه برابر نور هم زیاته شوې ده.

ښاغلي عابد په دې اړه وویل:

"د بانډ ګروپونو شمېر زیات شوی دی، دوی ټول غیر مسئول وسله وال دي او غیر قانوني وسله لېږدوي، دا بانډ ګروپونه په شمال زون کې نا امني رامنځته کوي."

نوموړی وايي چې تر ۳ کلونو دمخه ۱۸ ولسوالۍ په شمالي ولایتونو کې د سولې ولسوالۍ نومول شوې وې، خو اوس مهال د شمال زون ولایتونو په ټولو ولسوالیو کې غیر مسئول وسله وال او د دولت مخالفین فعالیت لري.

په همدې حال کې د شمالي ولایتونو خاصتاً د بلخ ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د جنايي جرایمو سطحه هم لوړه شوې ده او د بلخ امنیتي چارواکي په وظیفوي غفلت تورنوي.

د مزارشریف اوسېدونکي صمیم شاه او احمد نبي یې په اړه وايي:

"جنايي جرایم په بلخ کې زیات شوي دي، له غیر مسئولو کسانو سره وسلې موجودې دي، دوی د شپې لخوا په سرقت او غلاو لاس پورې کوي، عام خلک د سړک غاړې غلاو قرباني ګرځي او امنیتي ارګانونه هم یادې موضوع ته پام نه کوي."

" په مزارشریف ښار او شااوخوا ولسوالیو کې نا امنۍ زیاتې شوي دي، دولت هم غیر مسئولو کسانو ته د وسلې د انتقال اجازه ورکړې ده، د وسلې زیاتوالي او د جنايي جرایمو ډېرېدو د بلخ خلک اندېښمن کړي دي."

په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندان اکرم سامع وايي چې د یکشنبې په ورځ یې ۴۱ میله وسله د ډایاګ پروسې ته تسلیم کړه.

د امنیه قوماندان د څرګندونو پر بنسټ چې دا وسله په مزارشریف کې د غیر مسئولو کسانو او وسله والو غلو څخه ترلاسه شوې وه.

اکرم عابد وايي چې په تېرو لسو ورځو کې یې ۱۶ تنه د جنايي جرایمو په تور نیولي دي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونه ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۶ تنه نیول شوي دي او یو کس هم وژل شوی دی، دې کسانو په غلاو او د جنايي جرایمو په ترسره کولو کې ونډه درلوده، د هغوی دوسیې قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ په ګاونډي ولایتونو لکه سرپل او سمنګان کې هم خلک د جنايي جرایمو له زیاتوالي شکایت کوي او امنیتي محلي مسئولین تورنوي چې له نا قانونه وسله والو ملاتړ کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG