د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

ارزګان کې خلکو د احتجاج په توګه د عملیاتو غوښتنه وکړه


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن یکشنبه لسګونه قومي مشران د ولایت مقام مخې ته د احتجاج په توګه راغونډ شوي وو او له دولته یې په خپلو سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د عملیاتو غوښتنه وکړه.

دغه قومي مشران وايي، په دغه ولایت کې د افغان پوځ روان عملیات تر ډېره د
ملکي خلکو په زیان دی او یوازې تجارتي بڼه او په خبره یې چې کومه لاسته راوړنه
هم نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته په دوه کیلو متري
کې او د ولسواليو مرکزونو ته په یو کیلو مترۍ له تېرو څه کم دوه کلونو راهیسې
وسله والو طالبان او افغان پوځ له یو بل سره په جګړه بوخت دي.

د دغه خلکو ستونزې مو له ولایت مقام سره شریکې کړې، خو هغوی په دې اړه څه ویلو ډډه وکړه او خبرو کولو ته حاضر نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو هم
ویلي وو چې په دغه ولایت کې د افغان پوځ روان عملیات تجارتي بڼه لري.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG