د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د استرالیا د کرکټ لوبډلې پر کپټان او ۲ نورو لوبغاړو بندیزونه ولګېدل


د استرالیا د کرکټ بورډ چارواکو د دې هېواد د ملي لوبډلې پر کپټان سټیو سمېت، مرستیال کپټان ډېوېډ وارنر او لوبغاړي بین کروفټ په کرکټ کې د درغلیو له امله بندیزونه ولګول.

د استرالیا کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ تر هغې وروسته پر دغو درېیو لوبغاړو بندیزونه ولګول چې په کېپ ټاون کې د جنوبي افریقا پر خلاف د ټېسټ لوبې پر مهال ټلوېزیون وښودله چې د اسټرالیا کېمرون بېن کروفټ په «Ball Tempering» یا په ناقانونه توګه د بال پر ګرولو لګیا و.

د استرالیا کرکټ بورډ په جنوبي افریقا کې د دې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته په پېښه کې ککړ درېواړه لوبغاړي بېرته استرالیا ته وغوښتل چې بیا وروسته‌یې ومنله چې دا کار دوی وار له مخه سنجولی وو، خو د ترسره شویو پلټنو له مخې د لوبډلې روزونکی ډېمن مارټن په دې نه‌و خبر.

د استرالیا کرکټ بورډ په کرکټ کې د درغلۍ له امله پر کپټان سټیو سمېت او مرستیال کپټان ډېوېډ وارنر ۱-۱ کال او پر کېمرون کروفټ د ۹ میاشتو بندیز ولګاوه او درېواړه لوبغاړي له کورنیو او نړیوالو کرکټ لوبو محروم شول.

که څه هم په ناقانونه توګه د توپ ګرولو کار د استرالیا ځوان لوبغاړي بېنکرافټ کړی، خو هغه اعتراف وکړ چې د کپټان او نورو لوبغاړو په سلا یې دا کار کړی دی چې له امله به‌یې سټیو سمېت نور هېڅکله د لوبډلې کپټاني هم ونه‌شي کړای.

د کرکټ په نړیوالو قوانینو کې د توپ خرابولو «Ball Tempering» هڅه سخته سزا لري چې له امله‌یې د دغه کار پر کوونکي همېشنی یا لنډمهالی بندیز او نورې سزاوې لګېدای شي.

ډېوېډ وارنر او سټیو سمېت د استرالیا د کرکټ د درېواړو برخو (شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو) تکړه لوبغاړي دي چې نه‌یوازې په خپله ملي لوبډلې، بلکې د هندوستان د تجارتي کرکټ لیګ «IPL» په ګډون په نورو لیګونو کې هم لوبېږي.

بل‌خوا بیا د «IPL» سن رایزرز حیدراباد لوبډلې هم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې ډېوېډ وارنر یې د دغې ډلې له کپټانۍ اخوا کړی دی.

د استرالیايي لوبغاړو له‌خوا پر دغې پېښې د کرکټ د مینه‌والو او مبصرینو پر ټولنیزو او سپورټي رسنیو کې ډول ډول لیکنې کړي، دا پېښه‌یې د استرالیا د کرکټ لپاره "بده" بللې او وايي چې دا پېښه به د استرالیا د کرکټ حیثیت ته زیان ورسوي.

د یادونې وړ ده چې دا د کرکټ په تاریخ کې د ټوپ ګرولو یا «Ball Tempering» لومړۍ پېښه نه‌ده، بلکې تر دې مخکې هم ځینو مشهورو نړیوالو لوبغاړو لکه، سچن ټنډولکر، شاهد اپرېدي، فاف دوپلیسي، وسیم اکرم او نورو هم دا ډول کار کړی او سزاوې یې لیدلې دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG