د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د ناټو تړون سرمنشي وايي ۷ روسي ډیپلوماتانو ته‌يې د وتلو امر کړی


ناټو تړون د نړۍ له لسګونه هېوادونو سره په همغږۍ، په بریتانیا کې د روسيې د یوه پخواني جاسوس د مسمومېدو د قضيې اړوند یو شمېر روسي ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون سې شنبه په بروکسل کې وویل، دا تړون د ۷ روسي ډیپلوماتانو په ایستلو سره مسکو ته دا پیغام ورکوي چې د روسيې نه‌منونکي اقدامات بیه او عواقب لري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ وویل:

"دا ګام روسيې ته په دې معنی یو ښکاره پیغام دی چې د دې هېواد نه‌منونکی او خطرناک چلند عواقب او بیه لري. دا ګام وروسته تر هغې پورته شو چې روسيې د هغه څه پر وړاندې چې په سالزبري کې وشو، مثبت عکس‎العمل څرګند نه‎کړ. زموږ ګامونه د جدي امنیتي اندېښنې څرګندونه کوي چې د ناټو ټولو غړو ښودلې. دا اقدام د روسيې د چلند پر وړاندې دې هېواد ته د ځواب ورکولو د نړیوالو همغږو هڅو په لړ کې کېږي. دا ګامونه زموږ له قوانینو او ژمنو سره سم دي."

د ناټو منشي دا هم وویل چې دا تړون له قوي دفاع او په عین حال کې تفاهم ته د چمتووالي تګ‎لارې ته دوام ورکوي.

ینس سټولټنبرګ وویل، ناټو د دې تړون او روسيې د ګډې شورا د غونډې جوړولو ته چمتووالی نیسي.

دا شورا د مسکو او ناټو تړون ترمنځ د شخړو د زیاتېدو د مخنیوي په هدف جوړه شوې ده.

د بریتانيا په ګډون له ۲۷ هېوادونو څخه د ۱۴۴روسي ډیپلوماتانو ایستل هغو اقداماتو ته ورته دي چې د سړې جګړې پر مهال د جاسوسي شخړو په لړ کې کېدل.

روسیه وايي، د روسي ډیپلوماتانو ایستل پر هېوادونو د متحده ایالاتو د زیات فشار نتیجه ده او خبرداری يې ورکړی چې مسکو به ورته ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG