- ICC-International Cricket Council
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې د افغانستان اتلولۍ د ډېرو خلکو پام وراړولی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا هم په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
د کرکټ د نړیوالې شورا اجرائیه رئیس ډېوېډ ریچارډسن افغان لوبډلې ته د دې اتلولۍ مبارکې ویلې ده.
د کرکټ د نړیوالې شورا یا «ای. سي. سي» په وېبپاڼه کې د ښاغلي ریچارډسن په حواله ویل شوي چې افغان لوبډله له یوه نا ښه پیله بېرته غښتلې شوه او دا له ارزښت ډکه اتلولي یې وګټله.
هغه ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو د پایلوبې دواړه ټیمونو افغانستان او وېسټ انډیز ته په انګلستان او وېلز کې سترګې په لار یو.
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د افغانستان په شمول د ۱۰ ټیمونو ترمنځ په انګلستان او وېلز کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې په زېمبابوې کې د کرکټ د غوراوي سیالیو درې لومړۍ لوبې سر په سر وبایللې، خو وروستهیې پنځه پرلهپسې بریاوې هم وکړې چې په مټیې اتلولي ته ورسېده.
- Army.Mil
د امریکا د پوځ انټرنټي پاڼې «Army.Mil» په افغانستان کې د امریکا او بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن خبرې راخیستې دي.
هغه د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحده ایالاتو په ستراتېژۍ خبرې کړې دي.
جنرال جان نېکلسن باوري دی چې دا ستراتېژي د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې مهم رول لوبوي.
د مطلب په دوام کې راغلي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ پوځي برخې اجرا شوي او د افغانستان وضعیتیې بدل کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د تېر کال د اګسټ میاشتې په ۲۸مه د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا ستراتېژي اعلان کړه.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن ویلي، دا ستراتېژي ځکه مؤثره تمامېږي چې د امریکا د مرکزي قوماندې تمرکز له عراق او سوریې افغانستان ته ګرځېدلی دی.
- Daily Telegraph
ډېلي ټلګراف ورځپاڼې د جهان تاب احمدي په اړه مقاله لیکلې ده.
دې ۲۵ کلنې افغان ښځې په دایکنډي ولایت کې د خپلې غېږې له دوه میاشتني ماشوم سره یوځای کانکور ازموینه ورکړې ده.
ټلګراف لیکلي چې زدهکړو ته د دې افغان ښځې اراده د ټولنیزو رسنیو په خاصه توګه د فېسبوک کاروونکو ستایلې ده.
د فېسبوک یوه کاروونکي نظر حسین اکبري جهان تاب یوه رښتینې اتله یاده کړې ده.
جهان تاب په خپله ازادي راډیو ته ویلي و چې بېوزلي یې د زدهکړو مخه نهشي نیولی.
جهان تاب له ټولو ستونزو سره سره بیا هم په کانکور کې ۱۵۲ نمرې واخیستې او د ټولنیزو علومو پوهنځي ته کامیابه شوه.